شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

د روڼتیا په لور

څلورمه مرکه: زه پخپله ارامتیا یم!

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

مرکچي: شېبه وړاندې مې چې د تېرو مرکو په اړه خبرې درسره کولې، نو دې وخت کې مې په ورځپاڼه کې یوې جملې ته پام شوو، وايي «ارامتیا، خوشالي زېږوي.» زما پوښتنه دا وه، چې لومړی څه شی راځي، ارامتیا که خوشالي؟ په ورځپاڼه کې زیاتوي، چې «که خوشاله نه یې، آیا ارامتیا درلودلی شې؟» ورپسې يې لیکلي، «د دې پوښتنې ځواب د خوشالۍ په اړه ستاسو په فکر پورې تړاو لري او یا په دې پورې اړه نیسي، چې تاسو خوشالي له بیروني فکتورونو ترلاسه کوئ او که له دروني فکتورونو!» موږ د خوشالۍ په اړه خبرې پیل کړې، نو اوس چې هرې خواته مخ اړوم، همدا موضوع مې تر سترګو کېږي.

شیواني: خو مهمه دا ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې موږ دغه خبرې لولو. موږ پخوا هم دغه خبرې لوستلې او ډېری وختونه مو اورېدلي هم دي. نږدې هر کس په دې اړه خبرې کوي، خو کله چې په دغو خبرو د عمل خبره کېږي، بیا څنګه وي؟ موږ هر وخت دغه ډول خبرې لولو. هره ورځ په ورځپاڼو کې بحثونه پرې کېږي، د روحانیت په اړه یو بېل کالم ته ځای ورکول کېږي. په څنګ کې یې، له ځان سره د مرستې کتابونه لرو او نن ورځ تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتابونه هم له ځان سره د مرستې کتابونه دي. همدا راز، د مثبت فکر کتابونه، د ځان هڅونې کتابونه، د ځان جوړونې کتابونه او اروايي کتابونه او داسې نور. دا ټول هغه کتابونه دي، چې تر ټولو ډېر پلورل کېږي.

مرکچي: په همدې موضوعاتو سیمینارونه…

شیواني: سیمینارونه، ورکشاپونه او همداسې نور هر څه در ونیسه.

مرکچي: درې ورځنی کورس، اووه ورځنی کورس، اته ورځنی کورس، لس ورځنی کورس…

شیواني: خو له دې ټولو سره، سره، هغه څه چې د اوج په حالت کې دي، سټریس، عصبانیت، اضطراب…

مرکچي: او نامحدوده ناخوشالي! ههه!

شیواني: دقیقاً! همدا د پوښتنې ټکی دی، چې سره له دې چې پوهه او علم هرې خواته شته دی او موږ په دې اړه پوهه هم لرو او کله چې په دې اړه یو څه لولو، نو ځان سره وایو، چې «هو! دا خو حقیقت دی! دا ټولې خبرې خو رښتیا دي! خوشالي خو اصلاً دننه ده، زه چېرته دباندې پسې سر خوږوم!» خو بیا هم ورځپاڼه او کتاب یوې خوا ته ږدو او پنځه دقیقې وروسته ځان ته وایو، چې کله هغه پلانکی شی لاسته راوړم، هله به خوشاله شم! په دې معنا، چې موږ خپله پوهه هضم کړې نه ده او ځان مو پرې پوه کړی نه دی او د دې وجه دا ده، چې موږ خپله پوهه له ازمایښته نه تېروو. زه د خوشالۍ په اړه لولم، چې خوشالي دننه ده. خو د کار په لور چې روانېږم، بیا ځان ته وایم، چې سټریس طبیعي دی. نو زه چې څه لولم او مطالعه کوم یې؛ او هغه څه چې زه پرې باور او عقیده لرم؛ او بیا کوم څه چې زه عملي کوم، د دې ټولو ترمنځ لوی فرق او خلا موجوده ده.

مرکچي: هدف دې دا دی، چې کوم څه چې موږ لولو یا کوم څه چې اورو، په هغو باور نه لرو؟

شیواني: دغه پوهه لا هم زموږ د اعتقادي سیسټم برخه نه ده ګرځېدلې.

مرکچي: د باور نشتون؟! ته چې کوم څه لولې، هغه په هماغه شېبه کې په تا اغېز کوي، نو آیا ته په هماغه شېبه کې باور او عقیده پرې نه لرې؟

شیواني: دا همداسې ده، لکه موږ چې وایو، سټریس طبیعي دی. دا زموږ اعتقادي سیسټم ده او د یوې اوږدې مودې په ترڅ کې رغېدلی دی، ان له ماشومتوبه…

مرکچي: له پلرونو او نیکونو راپاتې دی…

شیواني: ان له ماشومتوبه ورسره را لوی شوي یو. مثلاً چې کله به مو درس ویل، مور او پلار به راته ویل، باید په ځان سټریس راولې، سبا ته امتحان لرې…

مرکچي: یا، «ولې دومره خوشاله یې؟ ولې اخوا دېخوا منډې وهې؟…»

شیواني: او «ولې دومره ارامه یې!»

مرکچي: «ولې له خپلو ملګرو سره په لوبو مشغول یې… څنګه سټریس نه لرې، د امتحان اندېښنه درسره نشته، سباته امتحان لرې؟»

شیواني: نو دا هغه اعتقادي سیسټم دی، چې زه ورسره را لوی شوی یم او د عمر له زیاتېدو سره ټولنې هم دغه سیسټم وار په وار تقویه کړی او ویلي دي چې، «ښکاره ده، چې سټریس طبیعي ده. خپل شاوخوا دې سیالیو او رقابتونو ته وګوره». په دې ترتیب، دا یو ژور اعتقادي سیسټم دی او زښت ډېر ژور! او زه له همدې سیسټم سره ژوند کوم. خو یوه ورځ مې یو څه مخې ته راځي، چې وايي، «خوشالي ستا د ژوند دروني کیفیت دی. ستا دروني کیفیت او وضعیت دی او په دې پورې اړه لري، چې ته څنګه انتخاب کوې». حال دا چې، ما خپل اعتقادي سیسټم لا هم نه وي بدل کړی. نو دغه خبرې لولم او بیا وایم، چې «اوه، ښاا، ډېر ښه!» خو بیا چې خپل عملي ژوند ته را وځم، نو وایم، چې «هغه خبرې په ورکشاپ کې ښې وې. «هو، هو! سمه ده، هغه خبرې په هغه مذهبي او روحاني ځای کې ښې وې. خو…»

مرکچي: په عملي ژوند کې کار نه ورکوي…

شیواني: بالکل! په عملي ژوند کې کار نه ورکوي… او همدا ځای ده، چې له ورکشاپونو، روحانیت او مذهب څخه را بېل شوم.

مرکچي: څنګه شوم، بېل شوم…؟

شیواني: هو، ورکشاپونه زما له عملي ژوند نه بېل شوو. زه یوه ورکشاپ ته ورځم یا یوې اروايي برنامې ته ورځم او هلته یو داسې څه اورم، چې ډېر سوچه او هڅوونکي وي او کومه شېبه کې مې چې غوږ ورته نیولی وي، همدا وایم، چې «بالکل همداسې ده! دقیقا! هېڅ شک پکې نشته! هر څه چې وایې، سل په سلو کې صحیح دي!» خو کله چې له ورکشاپ نه بېرته راستنېږم، لا هم هماغه زوړ انسان یم؛ او بیا وایم، چې د ورکشاپ هغه خبرې دلته (په ژوند کې) کار نه ورکوي.

مرکچي: یا عملي نه دي.

شیواني: هو! هغه خبرې همالته ښې وې، کوم خلک چې هغه خبرې کوي، د هغو لپاره ښې دي. خو په ژوند کې نه عملي کېږي، په دې چې هغه ابزار او وسایل، چې په هغه ورکشاپ کې مې زده کړي وو، له ځانه سره را نه وړل او په ژوند کې مې تجربه نه کړل. خو پکار دا وه، چې مخکې له دې چې هغه خبرې رد کړو، یو ځل مو تجربه کړې وای. موږ يې ازمایو نه، تجربه کوو يې نه، بلکې فکر کوو، چې پخپل سر به اتومات عملي شي. خو نه کېږي! هر څه چې ما مطالعه کړي او په هر څه چې پوه شوی یم، زه باید په هغو د عمل لپاره هم څه نا څه خواري وکړم. زه پوه شوم، چې عصبانیت غیرطبیعي دی، عصبانیت یو غبرګون دی او یو داسې عکس العمل دی، چې زه يې پخپله انتخابوم. په دې اساس، کله چې زه د خپل کار ځای ته راځم او یا خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږم، نو زه باید دې ته پام وکړم، چې زه به د هغه څه په مقابل کې غبرګون نه ښیم، چې یو بل څوک يې له ماسره کوي او زما په اند هغه کار یې صحیح نه وي.

مرکچي: پوهېږې، ماته دې خپله ګرو را یاده کړه. هغې ته مې یو ځل څو واره وویل، چې زه ارامتیا غواړم، زه ارامتیا غواړم! خو هغې هېڅ ځواب را نه کړ. دې وخت کې زه یو داسې څوک وم، چې اصلاً د ارامتیا په معنا هم نه پوهېدم او لفټ ته به هم چې ولاړ وم، نو تر هغو به مې بټنه کېکاږله، چې لفټ به ښکته نه وو را رسېدلی. یو ډول ناکراره غوندې انسان وم. هغه ورځ مې په وار وار خپلې ګرو ته همدا خبره کوله، چې ارامتیا غواړم. خو ان د غوښتلو طریقه مې هم نامناسبه وه او په ناکراره لهجه مې ورته ویل، چې «ارامتیا غواړم، ارامتیا!» لکه په ناکرارۍ او اضطراب کې چې چاته وایې، چې «زه درسره مینه لرم، مینه، پوهېږې؟»

شیواني: هههه! رښتیا ده!

مرکچي: نو ګرو راته کړل، چې ته چې هر ځل ارامتیا غواړې، آیا د ارامتیا د ترلاسي کارونه هم کوې؟ آیا په خپل واقعي ژوند کې هم له ارامتیا برخمن یې؟ نو ما ځان سره وویل، چې «دغه ښځه لا څه پسې وايي، نه مې دي پکار د دې خبرې!» زه اصلاً دې ته هم نوی، نوی راغلی وم او هغو ورځو کې هر چېرته په ارامتیا پسې ګرځېدم. خو کله چې له هغه ځای نه راووتلم، ګورم، چې یو چا خپل موټر زما د موټر مخې ته داسې درولی، چې زه مې خپل موټر ذره هم نه شم ښورولی. نو زړه مې وغوښتل، چې دې موټر ته يې سمه لغته ورکړم. موټر ته پورته شوم. خو ناڅاپي مې د خپلې ګرو هغه خبره رایاده شوه، چې لږ مخکې يې دننه راته وکړه: «آیا په خپل عملي ژوند کې هم د ارامتیا کارونه کوې؟ ته خو ارامتیا داسې غواړې، ګنې یو جادوګر به کوم سحر او جادو وکړي او د سترګو په رپ کې به یې درته را حاضر کړي.» هغه ورځ مې فکر شو، چې له همدې امله خو موږ پیرانو او مرشدانو ته ورځو، چې فکر کوو، چې دا زما مسؤلیت نه دی. زما پیر مبارک دې یو جادو وکړي او زما کار دې وکړي. یا د همدې لپاره یوه زیارت ته ورځم، پیسې صدقه کوم، تر څو ارامتیا ترلاسه کړم.

شیواني: وجه يې دا ده، چې زموږ په قاموس کې جمله په دې ډول ده، چې «زه ارامتیا غواړم!»

مرکچي: هو، سمه ده، نو؟

شیواني: «غوښتل» په دې معنا، چې ارامتیا باید له بیرون نه راشي.

مرکچي: اوه، رښتیا وایې؟ ځکه چې زه یې «غواړم»…!

شیواني: زه ارامتیا «غواړم»! زه خوشالي «غواړم»! زه مینه «غواړم»!

مرکچي: او زه يې له تانه غواړم، چې ته یې ماته راکړې…

شیواني: هو کنه! په دې چې، «غوښتل» دا معنا لري، چې یو څوک باید یو څه وکړي، تر څو زه ارامتیا او خوشالي ترلاسه کړم!

مرکچي: او زه باید هېڅ هم ونه کړم…

شیواني: په دې چې زه خو یې غواړم کنه! نو په دې کې زه څه کولی شم؟ زه خو يې غواړم! اوس ته باید یو څه وکړې، تر څو زه يې احساس کړم. حال دا چې، روحانیت موږ ته دا را زده کوي، چې زه پخپله ارامتیا یم او زه پخپله باید د یو څه د ترسره کولو پر مهال ارامه اوسم.

مرکچي: اوه، نو د اوم شانتي معنا هم همدا ده، هغه تېره ورځ دې چې یاده کړه؟

شیواني: هو. د اوم شانتي معنا ده، چې زه یو ارامه موجود یم.

مرکچي: یا زه ارامتیا یم.

شیواني: هو، زه یو ارامه موجود یم. زه یو خوشاله موجود یم. زه د مینې وړ موجود یم. او په دې حالت کې چې کوم څه پکار وي، ترسره کوم یې.

مرکچي: نو که زه ارامه یم، نو بیا يې ولې غواړم؟

شیواني: دقیقاً! په دې چې ما دا هېر کړي دي، چې زه ارامه یم! یو مثال ته راشه. مثلاً کیلیانې دې چې په جېب کې دي، خو ته چیغې وهې، چې «چېرته دي کیلیانې، چېرته دې کیلیانې مې؟» هرې خواته لالهانده پسې ګرځې او بیا شاوخوا ټول کسان هم درسره لګیا کړې، چې راشئ، کیلیانې ورکې دي. «زما کیلیانې چېرته دي؟» اوس ټول په ګډه په چیغو سر یو، منډې وهو او ګډوډ وضعیت جوړ دی او بار بار پوښتنه کوو، چې «کیلیانې مې چېرته دي؟» ….. خو کیلیانې چېرته دي؟ زما په جېب کې! زه په ټولو ځایونو کې پسې وګرځېدم، هره خوا مې ولټوله، مګر هغه ځای ته مې هېڅ توجه ونه کړه، چې اصلاً کیلیانې پکې پرتې وې! نن ورځ کیسه همداسې ده. موږ ټول چیغې وهو، چې ارامتیا غواړ، خوشالي غواړم!

مرکچي: خو یو څوک څنګه دا درک کړي، یا په دې پوه شي، چې زما بنیادي فطرت یا فطرت نه، بلکې زه پخپله ارامتیا یم؟ سمه ده، زه به دا جملې نه کاروم، چې زه ارامتیا «غواړم» یا زما فطرت داسې او هاسې دی! زه به ووایم، چې زه پخپله ارامتیا یم! خو څنګه به يې ثابتوم، چې زه ارامتیا یم؟ او یا څنګه یې درک کولی شم، چې زه په حق یم؟

شیواني: په ژوند کې یې تجربه کړه! هر شی چې یوه عقیده او ګروهه وي، تجربه کوو یې. که يې نتیجه ورکړه، د حقیقت په توګه یې منو، که نه وي پرېږدو یې. زه ارامتیا غواړم! دغه نظریه مو تجربه کړه. هر چاته وایو، چې زه پلانی شی غواړم، زه دا غواړم، زه ها غواړم؛ خو وینو چې تر اوسه پورې مو لا ترلاسه کړی نه دی. اما یو بل څوک راځي او راته وايي، چې همدا د ژوند سفر دی، لټون او تلاش پسې وکړه. په ارامتیا پسې وګرځه، ویې لټوه. همدا د ژوند مقصد دی!

مرکچي: تر هغو یې ولټوه، چې د قبر مېلمه شې…

شیواني: نو په دې حالت کې به ته ارامتیا څنګه پیدا کړې، ته خو پسې ګرځې، لټون پسې کوې او همدا دې د ژوند هدف دی! د ارامتیا لټون، د مینې لټون، د خدای لټون؛ چې دا ډول به یوازې د لټون په حالت کې یو او دا په دې معنا ده، چې تر پایه پورې همدا لټون کوه او پسې ګرځه او دغه لټون به دوام لري. مګر اوس موږ پوهېږو، چې دا ټول زما فطرت دی او باید تجربه او ازمایښت یې کړم.

مرکچي: دا هر څه زه پخپله یم!

شیواني: هو، زه پخپله یم! زه یو ارامه موجود یم، بس همدومره! اوس همدا اصل په خپل هر کار او عمل کې استفاده کوم او له هر شخص سره چې مخ کېږم، ګټه ترې اخلم او د ورځې په جریان کې چې هر ډول تعامل مې مخې ته راځي، زما به یوازې همدا په یاد وي، چې دا زه یم، چې دا کار یا عمل ترسره کوم. مثلاً یو ډاکټر په مثال کې ونیسه. ډاکټر پوهېږي، چې دی ډاکټر دی. هغه خبر دی! کله چې دی په لاره روان وي او یوه حادثه رامنځته کېږي، نو سمدستي د ټپي کس درملنې او تداوي ته ورځغاسته کوي. دی پوهېږي، چې زه ډاکټر یم. خو که ډاکټر دا هېر کړي، چې زه ډاکټر یم! بیا یې چې شاوخوا ته خلک د مرګ په حال کې هم وي، دی به هېڅ هم ونه کړي. په دې چې له ده نه به اصلاً دا هېر وي، چې دی ډاکټر دی او په دې ترتیب، د ده د «ډاکټري تصور» په عمل نه بدلېږي او دا یې هېر کړي دي، چې دی ډاکټر دی. خو کومه شېبه کې چې ور یاد شي، چې زه ډاکټر یم، سمدستي د درملنې لپاره لاس په کار کېږي. په دې اساس، ټوله خبره د یادښت ده. «زه یو ارامه موجود یم!» همدا خبره زموږ له یاده وتلې! دا چې دغه خبره مو له یاده وتلې، نو اوس دباندې پسې ګرځو او چیغې وهو، چې «زه ارامتیا غواړم! زه هوساینه غواړم!» نو دا هغه وخت دی، چې یو بل اعتقادي سیسټم تر ازمایښت لاندې ونیسو او تجربه يې کړو! دغه سیسټم هم یو حقیقت نه دی، یوازې یوه نظریه ده! خو راځئ، تجربه به يې کړو، که مو سمه نتیجه ترې ولیده، نو بیا همدا حقیقت دی.

مرکچي: تجربه کول په څه معنا؟ څنګه يې تجربه کړو؟

شیواني: تجربه کول په دې معنا، چې بل ځل چې دفتر ته ځې او له یوه حالت سره مخ کېږې، یوازې همدا در یاد کړه، چې «زه یو ارامه موجود یم!» او بیا عمل ترسره کړه.

مرکچي: خو دا داسې ده، لکه یو دم او منتر چې ځان سره تکراروې، «زه یو ارامه موجود یم! زه یو ارامه موجود یم! زه یو ارامه موجود یم» خو په همدې شېبه کې یو احمق راځي، یوه ناراموونکې خبره راته کوي، نو زه په غوسه کې ورته وایم، «غلی شه احمقه!» اوس دا زما چلند شو. خو لږ وروسته بېرته خپل منتر پیلوم، «زه یو ارامه موجود یم! ارامه موجود یم! ارامه موجود یم!» او همدا حقیقت بار، بار ځان سره تکراروم.

شیواني: دا یو منتر او دم نه دی! یوه عقیده ده. زه ځان ته دا خبره کوم، چې زه څوک یم؟ او بیا ځان د دې لپاره اماده کوم، چې زه چې هر څه کوم، له همدې شعور او پوهې نه سرچینه اخلي؛ او په همدې اساس یو چلند کوم، چې زه څوک یم. دا یوه ډېره اسانه خبره ده. یوه مثال ته راشه. خپل ذهن ته د یوه ګیلاس په سترګه وګوره. موږ په دې فکر وو، چې دغه ګیلاس تش دی. نو ومو ویل، چې «زه خوشالي غواړم. زه ارامتیا غواړم. زه مینه غواړم». په همدې تمه د هر چا مخې ته ودرېدو، چې ګنې هغوی به زموږ تش ګیلاس را ډک کړي. مثلاً یو چاته وایو، چې «هیله کوم، پلانکی کار وکړه، تر څو زه خوشاله شم!»؛ «هیله کوم، له ماسره په دې ډول خبرې وکړه، تر څو زه ارامه شم!» «هیله کوم، یو داسې څه وکړه، چې زه راضي او قانع شم!» زما ګیلاس تش دی او هر چاته مې خپل تش کچکول نیولی او خیرات ترې غواړم، چې لطفاً دغه ګیلاس مې را ډک کړئ. دا یو ډول ژوند دود یا د ژوند سبک او یو اعتقادي سیسټم دی! خو یو بل اعتقادي سیسټم دا دی، چې زما ګیلاس ډک دی. خو اوس به ټوله ورځ یوازې دا پام کوم، چې خپل ګیلاس مې چپه نه کړم او توی نه شي، بس همدومره! ګیلاس شته دی، ډک دی، خو یوازې به پام پرې کوم، چې توی نه شي.

مرکچي: خو دا به څوک در ښيي، چې ګیلاس دې ډک دی!

شیواني: همدا خو زموږ سفر دی. د «روڼتیا په لور» د مرکو هدف همدا دی، چې په دې ځان پوه کړو، چې زه څوک یم! نو په اصل کې زه یو ارامه موجود یم! ګیلاس مې ډک دی. خو یوازې باید دا په یاد ولرم، چې په کومه شېبه کې چې له تاسره خبرې کوم…

مرکچي: ګیلاس باید چپه نه شي…

شیواني: بس همدومره!

مرکچي: زه ارامه یم! سمه ده. خو په کومه شېبه کې چې ارامه نه یم، ګیلاس مې چپه کېږي…

شیواني: وګوره، یو نظر دا دی، چې ته یو کار وکړه، نو زه به خوشاله شم. او بل نظر دا دی، چې زه خوشاله یم او ته دې خپل کار وکړه.

مرکچي: زه چې خوشاله یم، نو ستا د خوشالولو هڅه به هم کوم…

شیواني: زه نه پوهېږم، چې موږ کولی شو چې نور خلک خوشاله کړو که نه، په دې چې دا پخپله یو بل ډېر ژور اعتقادي سیسټم دی.

مرکچي: نه، د بل خوشالول په دې معنا چې، مثلاً کله چې ته د یوه خوشاله انسان په خوا کې یې، نو ته هم له دننه خوشالي احساسوې او خوشاله یې، په دې چې ټوله فضا د خوشالۍ ده.

شیواني: خو بیا هم امکان لري، چې یو داسې څوک دې په خوا کې وي، چې ډېر خفه دی. تر څو چې هغوی پخپله د خپلو فکرونو او احساساتو مسؤلیت په غاړه وانه خلي، موږ څه نه شو کولی. دا یو بل ژور اعتقادي سیسټم دی، چې آیا موږ نور خلک خوشالولی شو که نه؟ هېڅ څوک ما نه شي خوشالولی، مګر دا چې زه پخپله ځان خوشاله نه کړم.

مرکچي: نو بیا خو څوک ما خفه کولی هم نه شي!

شیواني: بالکل، ههه، خبره همدا ده.

مرکچي: او دا هم حقیقت دی! ههه!

شیواني: له شک پرته! او دا په دې معنا هم ده، چې زه د خپلو احساساتو او جذباتو لپاره په نورو خلکو پورې وابسته نه یم، ځکه چې لومړی ژور اعتقادي سیسټم دا وو، چې د یو چا خوشالي په توکو وابسته ده، ورپسې په لاسته راوړنو پورې وابسته ده او تر ټولو ژور باور دا چې خوشالي په نورو خلکو پورې وابسته ده.

مرکچي: ښه نو، مینه بیا له خلکو سره څه کوي؟ مثلاً موږ وایو، چې «اوه، پلانکۍ ما خوشاله کوي یا پلانکی ما خوشاله کوي». یا «له هغه پلانکي ټولګیوال سره مینه لرم او زما ټوله خوشالي له هغه را څرخېږي؟»

شیواني: کله چې زه د هغه شخص په خوا کې یم، نو کولی شم، چې ښکلي فکرونه وکړم او همدا وجه ده، چې وایم، زه خوشاله یم. او له همدې امله وایم، چې ګواکې هغه شخص ما خوشاله کوي.

مرکچي: نو دا څنګه چې د هغه په څنګ کې ښکلي فکرونه کولی شې؟

شیواني: هماغسې چې توکي مو د دغه ډول فکرونو د ایجاد لپاره استفاده کړل…

مرکچي: هغه د موټر په اړه مو چې خبرې کولې…؟

شیواني: د موټر او امېل په اړه چې وغږېدو… هماغه توکی مو د یو خاص ډول فکر د ایجاد لپاره د انګېزې په توګه استفاده کړ.

مرکچي: نو د خوشالي انګېزه هم شته، د خفګان هم، د غوسې هم…

شیواني: هر څه انګېزه لري. انګېزه خو انګېزه ده…

مرکچي: یعنې یو محرک ده؟

شیواني: بالکل! یو محرک دی. نو انګېزه له بهره راځي او زما ذهن ورته غبرګون ښيي. خو د انګېزې او غبرګون په مابین کې د خپل غبرګون د انتخاب لپاره زه خپلواک یم. زه څنګه غبرګون ښیم، د دې لپاره ازاد او خپلواک یم. ته نن راسره په ډېر ښه ډول خبرې کوې او زه دې چې په خوا کې یم، ډېر خوشاله یم. خو که سبا ته دې کوم داسې څه وکړل، چې «زما په اند» ناسم وو، نو زه به خفه یم. خو خبره دا ده، چې ته لا هم هماغه انسان یې.

مرکچي: زه هماغه انسان نه یم! زه له پرون سره فرق لرم. پرون مې له تاسره سمې خبرې کولې، خو نن درسره سمې خبرې نه کوم، نو زه هماغه انسان نه یم. یا به زه انسان هماغه یم، خو چلند مې بدل شوی او ته به هک پک پاتې یې، چې زما چلند ولې بدل شوی؟

شیواني: نو دا په دې معنا، چې زما چلند ستا په چلند پورې تړلی ده. آیا ته به تل هماغسې چلند کوې، چې زه يې درنه غواړم؟

مرکچي: نه، بلکې په مختلفو وختونو او حالاتو کې به په بېلا بېلو وضعیتونو کې یم.

شیواني: او آیا دا کار دې غلط دی؟

مرکچي: نه، عادي دی، زه همداسې یم!

شیواني: خو آیا غلط يې؟

مرکچي: نه، بیخي صحیح یم.

شیواني: د چا په اند؟

مرکچي: په خپل اند!

 شیواني: خو زما په اند غلط يې. ما د خپل ځان لپاره شرطونه ټاکلي، چې دا صحیح دي او دا غلط دي او زه له خلکو غواړم، چې صحیح اوسي، تر څو زه خوشاله شم.

مرکچي: په بل عبارت، ته غواړې ووایې، چې ته هڅه کوې، چې زما چلند کنټرول کړې او غواړې، چې زه تل له تا سره ښه چلند وکړم او یا غواړې، چې هماغسې چلند درسره وکړم، چې ته يې غواړې؟

شیواني: هو، په دې چې یوازې په هماغه حالت کې به زه خوشاله یم!

مرکچي: نو آیا کنټرولوې مې، ههه، او که مینه راسره کوې؟

شیواني: ههه! کنټرولوم دې او موږ په خپل ورځني ژوند کې تل له خلکو سره همدا کار کوو. ان له خپلو وړو ماشومانو سره هم! او شاوخوا ته مو چې هر کس وي! موږ له هغوی غواړو، چې په یو خاص طرز او سبک واوسي یا په یو خاص ډول عمل او چلند وکړي، ځکه همدا موږ ته خوشالي رابښي.

مرکچي: او هغه خاص ډول، چې زه ورسره خوشاله یم یا زه يې غواړم… هغه څنګه دی؟

شیواني: هغه چې زه فکر کوم، صحیح دی… هغه چې زه فکر کوم، چې یو انسان باید هماغسې واوسي. زه چې داسې احساسوم، چې زه صحیح یم او هغه بل انسان چې څه کوي، غلط دي. نو په دې ډول زما خوشالي په هغوی پورې وابسته کېږي. اړیکې، سمه ده. تعاملات، ډېر اعلی! خو تکیه او وابستګي یوه کمزورتیا ده.

مرکچي: خو دغه اړیکې بیا دي د څه شي لپاره؟ آیا ته په ملګري تکیه نه کوې؟

شیواني: د څه شي لپاره؟

مرکچي: د ډېرو شیانو لپاره!

شیواني: لکه…

مرکچي: سمه ده، مثلاً زه یوه ستونزه لرم او غواړم، چې ته راسره مرسته وکړې او زما ستونزه حل کړې. همدا زما په تا تکیه ده.

شیواني: دا سمه ده. په دې کې ستونزه نشته! خو دا چې زما د ذهن کیفیت د بل کس په چلند پورې وابسته وي، دا سمه نه ده. د مثال په ډول، زه په دې تمه وم، چې تېر ماښام به دې ماته زنګ واهه. خو که ته ماته زنګ ونه وهې، خفه کېږم، ځکه چې ما له تا دا تمه کړې وه، چې ته به زنګ وهې.

مرکچي: یا دا چې، زه درته ټوله ورځ په تمه وم… خو تا له هر چاسره خبرې وکړې، خپلو ټولو ملګرو، زما پلار او مور سره دې هم اړیکه ونیوله، خو ماته دې زنګ ونه واهه.

شیواني: او په دې اساس زه خفه یم، ولې؟ ځکه چې زما خوشالي ستا په چلند پورې وابسته ده.

مرکچي: که رښتیا ووایم، زه خو لا هم داسې ګڼم، چې دا خبره بیخي طبیعي ده او په زنګ نه وهلو باید د خفګان احساس ولرم؟

شیواني: هو، په دې چې موږ په همدې ډول شرطي شوي یو.

مرکچي: خو که زما مېرمنه له هر چاسره خبرې کوي، له ماسره یې نه کوي، نو زه به ارومرو خفه کېږم.

شیواني: خو ته لا هم د انتخاب واک لرې.

مرکچي: غواړم په همدې ټکي پوه شم.

شیواني: د انتخاب واک ستا سره دی. سمه ده، هغوی زنګ ونه واهه او زه په دې فکر یم، چې هغوی باید زنګ را وهلی وای. خو پوښتنه دا ده چې، که هغوی زنګ ونه واهه، نو آیا زه به خپل ثبات وساتلی شم؟ هو. څنګه؟ د ډول ډول فکرونو په ایجاد سره! که زه فکر وکړم، چې سمه ده، ممکن مصروفه به وه. یا به یې زړه نه کېده، چې له ما سره خبرې وکړي. یا سمه ده، بل کار به يې درلوده.

مرکچي: یوه ښایسته خبره درته وکړم؟

شیواني: مهرباني!

مرکچي: دغه ځواب ته زه پخپله هم یو ځل ورسېدم. یوه ملګري خپله کیسه راته کوله، چې یوه ورځ کور ته ولاړم، ګورم چې، کور ته کولپ پروت دی. ملګری مې له یوه سیمینار نه بېرته راستون شوی وو او هلته يې د ژوند مهارتونو په اړه خبرې اورېدلې وې. په هر حال، دی چې کور ته را رسېږي، کور ته يې کولپ پروت ده. په عادي ډول به دغه ملګری غوسه کېده او کولپ به يې ماتوه. خو دا چې ټوله ورځ يې ښو خبرو ته غوږ ایښی وو، نو دا کار یې ونه کړ. د خپلې لور کور ته ورغی، چې همدلته ګاونډ کې وو. د لور کره یې د خپل کور یوه اضافي کیلي ایښې وه. کیلي یې را واخیسته، دروازه يې خلاصه کړه، خو چې څنګه کور ته ننوځي، د کور ټلیفون ته يې زنګ راځي. دی ځواب ورکوي، له بل لوري يې ښځې خبرې کولې. لومړی خو يې غوښتل، چې خپله غوسه پرې وباسي، خو بیا یې پوښتنه ترې وکړه، چې څه کوې؟ ښځې ترې پوښتنه وکړه، چې کور ته څنګه دننه شوې؟ ده ورته وویل، چې د لور کور ته ورغلم، کیلي مې را واخیسته. ښځه يې ورته وايي، چې سمه ده، زه بازار ته راغلې یم، په شلو دقیقو کې در رسېږم. ملګري زیاته کړه، چې نه پوهېدم، چې لانجه ورسره وکړم او که نه؟ خو غوښتل مې چې پوښتنه ترې وکړم، چې څه وشول؟ هغې ورته ځواب ورکړی وو، چې اصل کې ما څو ځله هڅه وکړه، خو ستا موبایل بند وو. نو هغه وخت ملګري ته ور یاد شول، چې د سیمینار لپاره ده خپل موبایل بند کړی وو.

شیواني: بالکل!

مرکچي: نو خپلې پوښتنې ته مې پخپله ځواب وویلي…

شیواني: دقیقاً! خو دا چې ستا ملګری…

مرکچي: آیا دا په دې معنا نه ده، چې ښځه يې په حقه ده؟

شیواني: هر انسان تل په حق وي.

مرکچي: نو ملګری مې هم په حق دی؟

شیواني: هر انسان تل په حق وي! خو ډېره مهمه خبره دا ده، چې په دې پسې سر ونه ګرځوې، چې څوک صحیح دي څوک نه؛ تر ټولو لومړی باید زه پخپله صحیح او په حق اوسم. نه یوازې دا چې عمل مې صحیح وي، بلکې وضعیت مې صحیح وي او صحیح واوسم. او دا په دې معنا، چې لومړی باید د خپل ځان ساتنه وکړم. خو دا هغه وخت کېدلی شي، چې خپل ځان له دې ژور شرطي شوي فکر نه وباسم، چې زما ذهني حالت په نورو خلکو پورې وابسته دی. موږ تل په نورو خلکو پړه ور اچولې، چې موږ يې خفه کړي یو، ناهیلي کړي یې یو او یا دا نن چې په کوم وضعیت کې یو، دا د خلکو له لاسه ده. څومره خلک مو په همدې ډول مسؤل او ملامت ګرځولي او هر ځل چې خپل مسؤلیت په بل ور اچوو، خپل ځانته وایو، چې دا د هغوی غلطي وه. زه چې څنګه یم، هماغسې صحیح یم.

مرکچي: او په اصل کې دواړه بدبخته او خوار دي؟

شیواني: له هغه بل کس نه خبر نه یم.

مرکچي: هغه بل کس له تانه یو ډول انرژي اخلي…

شیواني: هو، خو دا په دې پورې اړه لري، چې که هغه بل کس د خپل ځان ساتنه وکړي، نو روغ رمټ به وي. زه باید یوازې په دې ځان پوه کړم، چې خلک به هر څه کوي، چل و فریب به راسره کوي؛ خو درد او خفګان زما خپل ایجاد دی. مثلاً وبه وایو، چې ته زما کاروباري شریک یې. ته کولی شې، ماته دوکه راکړې. خو هغه درد، پښېمانتیا او کرکه چې ماسره پیدا کېږي، دا ټول زما ایجاد دی. په دې کې یو شی هم تا نه دي راته پیدا کړي. تا یوازې له مالي او اخلاقي اړخه درغلي راسره کړې او تر دې ځایه صحیح ده. او په همدې ځای کې ستا ځواک ختمېږي او همدا هغه پوله ده، چې د بل هر چا ځواک ختمېږي؛ هغه که کاروباري ملګری وي، د ژوند ملګری یا اولاد دې وي؛ په همدې ټکي باندې د ټولو ځواک ختمېږي.

مرکچي: هغوی همدا ترسره کړي دي…

شیواني: ممکن هغوی به همدا کولی شوی…

مرکچي: خو اوس چې ته څه کوې…

شیواني: دا زما انتخاب ده…

مرکچي: دا ستا انتخاب ده…

شیواني: هو! ستا د ژوند ملګري چل کړی؛ دا کار هغه/هغې کړی…

مرکچي: خو په دې وخت کې دې په درون کې یو ډول کرل او رېبل جاري وي، چې ولې کرکه ترې ونه کړم، ولې هماغه ډول برخورد ورسره ونه کړم؟

شیواني: دا هم ستا انتخاب دی.

مرکچي: نه، خو ستا په زړه کې یو څه روان وي، یعنې یو داسې څه چې ځوروي دې؟

شیواني: پرون موږ ته یو برېښنالیک راغلی وو. یوه نفر لیکلي وو، چې زما کاروباري شریک دوکه راسره کړې او اوس موږ خپلې لارې بېلې کړې دي. خو زه غواړم، چې هماغه تجارت پیل کړم، چې زما شریک يې کوي او غواړم، چې بازار ته د هغه د رقیب په توګه را ووځم او غواړم، خپل غچ ترې واخلم، آیا زما دا کار سم دی؟— که وګورو، هغه خپله لاره بېله کړې. شریک یې اخلاقي انسان نه وو. خو زه اوس یوازې په دې بنیاد خپل تجارت پیلوم، چې شریک مې هم همدا کاروبار کوي او غواړم، له هغه سره رقابت وکړم او غواړم، چې خپل غچ ترې واخلم. او همدا زما د کاروبار ترشا بنیاد دی.

مرکچي: او دا هغه ستا لاسته راوړنه ده!

شیواني: هو! او دا هغه انرژي ده، چې خپل نوي کاروبار ته يې ځان سره ور وړم او په هغه شېبه کې چې یو نوی کاروبار پیلوم، دا هغه فکري بهیر دی، چې زما په ذهن کې جریان لري!

مرکچي: او همدا ستا هدف دی!

شیواني: نو؛ پوښتنه پیدا کېږي که نه؟

مرکچي: بالکل! زما د کار وروستی هدف دا دی، چې …

شیواني: خپل غچ ترې واخلم..‎. همدا پوښتنه باید موږ له ځانه وکړو. سمه ده، زموږ شریک دوکه راسره کړې. سمه ده، یو چا غلطي راسره کړې – سره له دې چې هغوی به د دې کار لپاره یو دلیل درلوده – خو زما په اند هغوی چې څه کړي، غلط وو. خو دا چې زه اوس څنګه فکر کوم، زه څنګه احساس کوم، دا زما خپل انتخاب دی. زه خفه یم، خو د څومره مودې لپاره؟ دا هم زما انتخاب دی. غواړم، دغه خفګان لس دقیقې راسره وي، لس ورځې یا لس کاله! زما خپل انتخاب دی، په دې چې دغه خفګان مې پخپله ځانته پیدا کړی. هغه ناوړه حالت ډېر پخوا تېر شوی. خو زه کولی شم، چې ډډه ووهم او هغه حالت را یاد کړم او بار، بار خپل ځان ته هماغه خفګان ایجاد کړم. حال دا چې، هغه حالت کلونه پخوا پېښ شوی. نو د دې احساساتو خالق څوک دی؟ زه پخپله! پام دې وي، چې ځینې وختونه به حالت یو شان وي، خو بېلا بېل خلک به يې پر وړاندې بېلا بېل غبرګونونه ښيي او همدا هغه څه دي، چې باید په هر قدم کې تجربه شي.

مرکچي: خو د اړیکو په موضوع کې! مثلاً د ټلیفوني اړیکې مثال به را واخلو، چې ښځې مې ټولو ته زنګ وواهه، خو ماته يې زنګ ونه واهه. سمه ده، زه به یې هر ډول توجیه کړم، چې مصروفه وه، زما موبایل بند وو، یا همداسې یو بل څه! خو خپل ذهن څنګه کړم، چې پرلپسې راته وایي، چې داسې وکړه او هاسې وکړه یا دا چې آیا رښتیا مې مېرمن په حقه وه؟ او ان که ځان مصروفه هم کړې، فلم وګورې، ټلویزون ته کېنې، خو ذهن دې بیا هم هماغه خواته ځي. دا څه شی دي؟

شیواني: دغه ذهن د چا دی؟

مرکچي: زما!

شیواني: دغه فکرونه څوک ایجادوي؟

مرکچي: زما ذهن. زه نه!

شیواني: خو دغه ذهن د چا دی؟ ههه

مرکچي: ههه! ذهن زما دی!

شیواني: نو څوک دغه فکرونه کوي؟

مرکچي: نه شم ویلی، چې زه!  زه وایم، چې ذهن مې دغه فکرونه کوي؟

شیواني: خو دغه ذهن زما دی. نو څوک دغه فکرونه کوي؟ زه! د دغو فکرونو په جریان کې خپل ځان ته وګوره. «هغې باید ماته زنګ وهلی وی. دا د هغې مسؤلیت دی او زه د هغې زنګ ته په تمه وم.»

مرکچي: بالکل! په همدې ډول مې ذهن جوش پسې کوي…

شیواني: خو ارامه کېنه او په تدریج سره دغه فکرونه بدل کړه.

مرکچي: ارامه کېنم؟

شیواني: هو. خپل فکرونه دې په نظر کې ونیسه. «هغې باید ماته زنګ وهلی وی.» سمه ده، خو ويې نه واهه. ولې؟ «ممکن نن به یې له ماسره خبرو ته زړه نه وو او دا د هغې خپل انتخاب ده».

مرکچي: دا هېڅ ښه جمله نه وه. «د هغې باید تل له ماسره خبرو ته زړه وغواړي. په کومه شېبه کې چې هغه له ماسره خبرې کوي، باید د خوشالي احساس وکړي.»  زما ذهن خو به همدا وايي.

شیواني: بالکل! ځکه چې زما خوښېږي، چې خلک په ما پورې وابسته وي، په ما یې تکیه وي، ځکه چې زه پخپله په نورو پورې وابسته یم.

مرکچي: او ځکه چې زه غواړم، چې نور خلک کنټرول کړم.

شیواني: دقیقا! نو دا ډېره زیاته، خورا ډېره ساده خبره ده.

مرکچي: او دا مینه هم نه ده؟

شیواني: نااا! کنټرول دی. او په دې ډول ځان ځواکمن وینم. دا چې زه له دننه خالي یم، نو زما خوښېږي، چې ووینم، خلک په ما پورې وابسته دي او دا شی ماته ځواک رابښي، چې خلک د ښه احساس لپاره په ما باندې متکي وي. خو دا چې په اصل کې زه پخپله په نورو خلکو پورې وابسته یم، نو زه په دې اند یم، چې نور خلک هم باید د خوشالۍ د احساس لپاره په ما پورې تړلي وي. مثلاً موږ فکر کوو، چې «پلانکۍ څنګه له ماسره له خبرو پرته خوشاله کېدلی شي؟» په اصل کې زه پوهېږم، چې له هغې سره له خبرو کولو پرته زه پخپله خوشاله نه یم! نو ځکه وایم، چې «پلانکۍ څنګه له ماسره له خبرو پرته خوشاله کېدلی شي؟» په حقیقت کې موږ پخپله په ناشعوري ډول په زولنو تړلي یو او هڅه کوو، چې نورو خلکو ته هم زولنې واچوو، تر څو په موږ باندې متکي شي. او دې ظلم ته ګوره، چې دې هر څه ته بیا د مینې، عزت او باور نوم هم ورکوو، چې اصلاً دغه هر څه باید نامشروط وای.

مرکچي: ډېره زیاته مننه، شیواني خورې! ډېرې ښې خبرې دې وکړې. مینه، باور، نامشروط محبت، کنټرول! رښتیا د یوې دقیقې مراقبه مو له یاده وتلې ده، کوو يې؟

شیواني: ولې نه!

«راځئ ارامه کېنو او خپل شاوخوا خلکو ته وګورو. زما ملګري، زما کورنۍ، زما نږدې اړیکې، په کار او کور کې زما چاپېره هر شخص هماغه څه کوي، چې هغوی فکر کوي، سم دي. د هغوی چلند او د هغوی خبرې هغه انګېزه ده، چې له بهر نه سرچینه نیسي او خارجي شی ده. زه، چې یو موجود یم، خپل غبرګون پخپله انتخابوم. زما غبرګون اتومات نه دی، د هغوی په کنټرول کې نه دی، زما خپل انتخاب دی. خپل ځان د هغوی په نږدېکت کې په نظر کې نیسم. هغوی په داسې ډول عمل او چلند کوي، چې زما په اند، صحیح نه دی. خو اوس خپل ځان په نظر کې نیسم. کنټرول زما په لاس کې دی، مسؤلیت زما لاس په کې دی، خو نه د هغوی او نه د حالاتو؛ بلکې د خپل ذهني کیفیت! زه په سم وخت کې د سم فکر په ایجاد سره په خپل ځان واکمن، یو خپلواک او ځواکمن موجود یم.» اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي!

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب