Homeخبرونهپه پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د يوه افغان کډوال له...

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د يوه افغان کډوال له ځانوژنې وروسته اندېښنې څرګندې کړې

خبريال: راحت زيارمل

وروسته له هغې چې يوه افغان ځوان په اسلام اباد کې ځانوژنه وکړه، د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د کډوالو له نړيوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پر دوسيو غور  وکړي.

ذکريا بلوچ هغه افغان ځوان و چې تېره اوونۍ يې په اسلام اباد کې د کډوالۍ دوسيې له اوږده انتظار وروسته په پړي ځانوژنه وکړه. نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ نه د پناه او بهرنيو هېوادونو ته د بشردوستانه ويزې غوښتنه کړې وه.

۲۷ کلن ذکريا بلوڅ په سياسي علومو او حقوقو کې لوړې زده کړې کړې وې، په جمهوري نظام کې يې د څارنوالۍ د مامور په توګه دنده ترسره کړې وه او د طالبانو له دویم ځل واک ته رسېدو سره پاکستان ته د بهرنيو هېوادونو په تکل کډوال شوی و.

په اسلام اباد کې د کډوالو شورا مرستياله ثريا صبير وايي چې د ویزې لپاره اوږد انتظار، نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې او ناهيلي د ذکریا د ځانوژنې لاملونه دي.

اغلې صبير د دوشنبې په ورځ وویل: «دوه کاله کېدل چې ذکریا په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ کې د پناه او د بهرنيو هېوادونو د ویزې لپاره دوسیه ثبت کړې وه خو ځواب يي نه و ترلاسه کړی».

د ځوانيمرګ ذکريا بلوچ د کورنۍ په وينا هغه د اسلام اباد په یو رستورانت کې دنده ترسره کوله خو څه موده وړاندې يې دنده پریښې وه. هغه په افغانستان کې څارنوال و چې وروسته بیا له بهرنیو ځواکونو سره يي د ژباړن په توګه دنده ومونده.

د هغه د کورنۍ په وينا کابل ته د ذکريا د مړي په انتقال کې هېچا مرسته ونکړه، يوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ استازی د غمرازۍ لپاره ورغلی و.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا په دغه مطبوعاتي ناسته کې په پاکستان کې د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند نه هم سر وټکاوه او ويې ويل چې ډېر ځله يې افغان کډوال د قانوني اسنادو له درلودلو سره هم ځورولي او بندیان کړي دي.

ثريا صبير وايي: « د کډوالو دوسيو ته د اړونده هېوادونو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په پاکستان کې افغان کډوال د قانوني اسنادو له شتون سره ځورول کېږي او له دې سربېره د اقتصادي، ټولنيزو، رواني او روغتيايي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي».

د شورا مرستياله پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو ادارو او د کډوالۍ پر سازمانونو غږ کوي چې په پاکستان کې د نويو کډوالو د برخليک معلومولو او اړونده هېوادونو ته د لېږد په برخه کې کارونه ګړندي کړي. نوموړې وايي که د دوی دوسيو ته په وخت رسېدنه ونشي نو دا کډوال به له نورو ستونزو سره هم مخ شي.

دا لومړی ځل نه دی چې لویدیځو او نور هیوادونو ته د تګ په تمه له ناهيلۍ يو افغان ځانوژنه کوي بلکه یوه نیمه میاشت وړاندې یو بل ۲۴ کلن افغان ځوان صيام چې په انجنيرۍ کې يې لوړې زده کړې کړې وې او د کډوالۍ دوسيه يې لرله؛ هم د یوې ودانۍ له پنځم پوړ څخه په اسلام اباد کې ځان راوغورځاوه او ځانوژنه يي وکړه. د ځوانيمرګ صيام کورنۍ د ده له مرګ وروسته بيرته افغانستان ته ستنه شوه.

د ناتاييد شوو شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۷ ميليونه افغانان ګاونډيو هېودونو او لويديځ ته کډه شول. د کډوالۍ په دغه اوږده مزل کې تر اوسه سلګونه افغان ځوانان په لارو، سمندرونو او د پوليسو په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...