Homeخبرونهسعودي په کعبه شریفه کې یو شمېر پښتو لوحې وځړولې

سعودي په کعبه شریفه کې یو شمېر پښتو لوحې وځړولې

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۳ مه )  د سعودي عربستان حکومت ویلي، چې د کعبې شریفې لپاره یې یو شمېر پښتو لوحې لیکلي او ځړولي دي.

د سعودي د حکومت په یوه بیان کې راغلي، چې دغه لوحې د حج کوونکو د لارښوونې لپاره دي.

سرچینې د دغو لوحو شمېر او انګېزه نه ده ښودلې.

 سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغانان د حج فریضې د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

یو شمېر افغانانو د سعودي په دې کار خوښي ښودلې، خو ځینو نورو ویلي چې د افغانستان په بد اقتصادي وضعیت کې افغانان د ټولو اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول سعودي عربستان پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...