جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملایعقوب د الظواهري وژل کیدل او په وژلو کې یې لاس لرل...

ملایعقوب د الظواهري وژل کیدل او په وژلو کې یې لاس لرل رد کړي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۳ مه ) په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو له اعلان څخه شاوخوا یو کال وروسته، د طالبانو مشران لا هم د نوموړي د وژل کیدو او نه وژل کیدو په اړه ضدو نقیض دریځونه لري.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، چې د الظواهري د وژل کیدو پر وخت یې منتقدانو د نوموړي په وژلو کې په لاس لرلو تورناوه؛ په یوه تازه مرکه کې ویلي:طالبانو د الظواهري په اړه هېڅ معلومات نه لرل او د هغه وژل کېدو کې یې څه کردار نشته.

د الظواهري له وژل کیدو سره داسې ادعاوې هم وشوې، چې هغه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په یوه مېلمستون کې اوسېده او د هغه مخالفو طالب مشرانو یې امریکا ته د عربي هېوادونو له لارې د اوسیدو ځای ښودلی و.

د طالبانو منتقدانو هغه مهال په دې اړه ملا یعقوب ته، چې تازه یې د قطر چارواکو سره لیدنې کتنې شوې وې، اشاره کوله.

د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد بیا ویلي، داسې څه ثبوت نشته چې کابل کې د الظواهري وژل کیدل ثابت کړي.

 د الظواهري د وژل کیدو اعلان د امریکا ولسمشر جوبایډن کړی و

هغه څه موده مخکې وویل، چې په افغانستان کې که د القاعدې خطر محسوس شي، له طالبانو به یې د ځپلو لپاره مرسته وغواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پرته له دې، چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې له امریکا سره د همکارۍ یا نه همکارۍ ښکاره خبره وکړي، هغه مهال ویلي و، چې بایډن په دې خبره منلې، چې افغان خاوره چا ته ګواښ نه ده.

 القاعدې ډلې د الظواهري د وژل کیدو له اعلان وروسته، د هغه د وژل کیدو یا نه وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب