شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان په کابل کې د خپل سفارت د برېښنا د پرچاوۍ په...

پاکستان په کابل کې د خپل سفارت د برېښنا د پرچاوۍ په غچ کې افغانانو ته وېزې درولي

تاند(سې شنبه، د زمري ۳ مه)  تاند داسې راپورونه ترلاسه کړي چې د افغانستان د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت برېښنا د ۸ ساعتونو لپاره په دې خاطر پرې کړې وه چې دغه سفارت د برېښنتا محصول نه و ورکړی.

د افغانستان د برېښنا شرکت دا اقدام د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له غبرګون سره مخامخ شو او د درو اوونیو لپاره یې افغانانو ته د وېزو ورکړه درولې ده.

له بلې خوا یوې باورې سرچینې تاند ته وویل چې د اسلام اباد په جي ۶ کې د هغه کس، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې خپل کور د افغانستان سفارت ته په کرایه ورکړی و، او اوس د طالبانو د حکومت سفارت بلل کېده، د افغانستان دیپلوماتان او سفارت له دې ودانۍ څخه ایستلي او اوس سفارت په (F7/3) ناظم الدین سړک ته انتقال شوی دی.

سرچینې تاند ته همداراز وویل، د کور خاوند، چې له یوه لوېدیځ هیواده راغلی او په سفارت کې یې د پخوانیو باسلیقه دیپلوماتانو په ځای ګډوډ کسان لیدلي، په قهر شوی او ویلي یې دي چې نور نه غواړي له کور څخه یې مدرسه جوړه شي نو د ده کور باید سمدستي تخلیه شي.

سرچینه وايي چې په دې کار کې غالباً د پاکستان حکومت هم لاس درلود او ممکن په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برېښنا د بندولو یو ډول ځواب و.

سرچینه وايي چې دا کار له دې سره سره شوی چې د افغانستان برښنا شرکت د پاکستان د سفارت برېښنا بېرته فعاله کړې ده.

1 COMMENT

  1. MY DEAR AFGHAN BROTHERS&SISTERS SALAMOALIKUM;
    AFGHANISTAN IS 1000 TIME BETTER FROM PAKISTAN/IRAN&TURKEY.
    AFGHANISTAN IS BETTER FROM ALL WORLD.
    100 TIME LAANAT ON ALL IN NAME ISLAMIC COUNTRY
    BECAUSE THEY MUST RECOGNIZE OFFICIAL ESLAMIC AMARAT AS SUPER POWER
    AFGHAN IMIGRANT HAVE VERY BAD LIFE EVERY WHERE.
    STAY IN AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب