یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeخبرونهیوازې یوه ورځ، د چمن له لارې کابو ۱۱ زره کډوال افغانستان ته...

یوازې یوه ورځ، د چمن له لارې کابو ۱۱ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي

تاند ( یکشنبه د لړم – عقرب ۱۱مه) پاکستانۍ رسنۍ وایي د شنبې په ورځ یوازې د چمن له لارې ۱۰ زره او ۷۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اوښتي او دغه بهیر راز دوام لري.

د مالوماتو له مخې دغه کورنۍ د لارې په اوږدو کې په موټرو کې له خپلو کډو سره شاوخوا ۲۰ ورځې پرته له هېڅ ډول امکاناتو تېرې کړې وې.

له دې سره سم، پرون(شنبه د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره هم یوازې د افغان کډوالو د راستنېدو پر مخ خلاصه شوه او ورسره زرګونه کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

تر دې مخکې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب‌الله شاکر ویلي و، د افغان کډوالو له کډو بار سلګونه موټر له نوښار څخه تر تورخم پورې د سړک پر غاړه په سختو شرایطو کې ولاړ  او د تورخم دروازې خلاصون ته په تمه دي.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي و، چې په لارو کې په تمه ولاړو افغان کډوالو ته د سرپناه، اوبو او خوراکي توکو زمینه برابره کړي.

دغه لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ناندریو او جګړو وروسته وتړل شوې، چې ۲۱ ورځې وروسته یوازې د راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانیستل شوې.

د دې لارې له تړل کېدو سره دواړه غاړه افغان سوداګر هم هره ورځ میلیونونه زیان ګالي. 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...