Homeخبرونه‏افغانستان نن له زمبابوې سره وروستۍ شل اوره لوبه ترسره کوي

‏افغانستان نن له زمبابوې سره وروستۍ شل اوره لوبه ترسره کوي

تاند(یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۱مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه) د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

دغه لوبه نن مازیګر د افغانستان پر وخت ۴ نیمې بجې پیلېږي.

تر دې وړاندې افغانستان له زمبابوې دوه لومړنۍ لوبې ګټلي او د لوبلړۍ اتلولي یې په خپل نوم کړې ده.

په لومړۍ لوبه کې عظمت الله عمرزی او دوهمه لوبه کې بیا راشدخان د غوره لوبې له امله د غوره لوبغاړو جایزې اخیستې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...