Homeخبرونهپه لومړي ځل هند او جنوبي افريقا د ښځو نړيوال جام پايلوبه...

په لومړي ځل هند او جنوبي افريقا د ښځو نړيوال جام پايلوبه کې مخامخ دي

تاند ( یکشنبه د لړم – عقرب ۱۱مه) د هند او جنوبي افریقا تر منځ د ښځينه کرکټ نړيوال جام پايلوبه د هند په ممبۍ کې نن (يکشنبې ۲ نومبر) ترسره کېږي.

دواړو هېوادونو تر اوسه د ښځينه وو نړيوال جام نه دی ګټلی.

که څه هم هند دوه ځله په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کال کې د نړيوال جام پايلوبې ته وتلی، خو د اتلولۍ په ګټلو نه دی بریالی شوی.

جنوبي افریقا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام په پايلوبه کې بخت ازمويي.

دا بریا به د هرې لوبډلې لپاره چې پايلوبه کې بريالۍ شي ستره لاسته راوړنه وي او د ښځينه وو د کرکټ په غوړېدو کېبه هم مهم رول ولري.

ګټونکې لوبډلې ته د کرکټ نړيوالې شورا له خوا شاوخوا ۴.۳ ميليونه ډالر ورکول کېږي چې دا به د لږو مالي سرچينو لرونکې جنوبي افریقا لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي.

بل پلو د هند لپاره دا ښايي له پيسو پرته د نفوذ، پام او فرصت پراختيا وي.

که هره لوبډله یې وګټي يو نوی ریکارډ به جوړ شوي خو که هند په خپل کور کې بریا ترلاسه کړي دا به ښايي د نړيوال کرکټ د واک توازن د بدلون نښه وي.

له دې وړاندې له انګلنډ او اسټراليا پرته کومې بلې لوبډلې دا اتلولي نه ده ګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...