دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد خواف – هرات پر رېللار د وارداتو کچه پنځه برابره زیاته...

د خواف – هرات پر رېللار د وارداتو کچه پنځه برابره زیاته شوې

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۱مه) هرات کې د طالبانو سیمه‌ییز مسئولان وایي، د تېر کال په پرتله د خواف – هرات له رېللارې د وارداتو کچه پنځه برابره زیاته شوې ده.

هرات کې د طالبانو د ولایت ویاند ویلي، هره ورځ تر ۲زره ټنه توکي په ځانګړي ډول سیمنټ او کاشي له دې لارې د روزنک تمځای ته لېږدول کېږي.

په ورته مهال د هرات صنعت او سوداګرۍ رئیس د صادراتو او وارداتو لپاره د اوسپنې پټلۍ تر ټولو ښه لار بولي او زیاتوي چې، دې سره به د ځمکنیو بندرونو ستونزې حل او اداري مراحل را لنډ شي.

د طالب مسئولانو په خبره، تېره اونۍ په لومړي ځل له یاد مسیر څخه د تېلو محموله هرات ته ورسېدله او روانه اونۍ به دویمه محموله هم را ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت هېواد کې د رېللارې شبکې د پراختیا په موخه ګڼې پروژې پیل کړي، چې یو شمېر یې بشپړې او ځیني یې تر کار لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...