یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Home+افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمی فرقي‎

افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمی فرقي‎

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

اوومه برخه

……په تیر پسي

  1. پرمختګ:

پرمختګ یو لوي مفهوم دی، لکه اقتصادي پرمختګ، ټولنېز پرمختګ، سیاسي پرمختګ، او کلتوري پرمختګ.

اقتصادي پرمختګ:

اقتصادي پرمختګ عبارت دي د فزیکي، انساني او ټولنیزو ظرفیتونو په ګډون د تولیدي ظرفیتونو وده ورکولو ته اقتصادي پرمختګ ویل کیږي، اقتصادي پرمختګ یا Development   او اقتصادي وده( Growth) دوه جلا مفاهیم دي، د اقتصادي ودې او اقتصادي پرمختګ تر منځ توپير دادی چي په اقتصادي وده کي د تولید په کمیت یا زياتوالي خبري کيږي، او په اقتصادي پرمختګ کي د توليد پر کيفيت يا ښه والي ټينګار کيږي. په عمومي توګه د نړی هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دری ډولونو  وېشل شويدي صنعتي یا  پرمختللي هیوادونه، انکشاف یافته یا د پرمختګ په حال هیوادونه او وروسته پاتې یا د دریمي نړی هېوادونه دي. د دریمي نړی د هیوادونو یو ځانګړتیا دا ده چي دغو هیوادونو کي  څیړنیز مرکزونه شتون نلري، دغه ډول هیوادونو کي پانګونه کمزوری او  د تولید  ظرفیتونه به نشت حساب وي او تر ټولو مهمه دا چي د وروسته پاتي هیوادونه  د بشري مسلکي او حرفوي نیرو درلودلو څخه بي برخی وي، د بشري  او انساني قوي په برخه کي فقیر هیوادونه دوه مهمو ننګونو سره لاس او ګریوان دي یوه ستونزه د بیکاري قوي دی بله ستره ستونزه د ناکاره انساني نیرو ده. په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتوالی بیکاری ده،  خو د هغه انساني نیرو چي د مسلکي او حرفوي کار د اجرا فهم او قابلیت  نه لري ورته ناکاره بشري یا انساني نیرو ویلي شو، په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتون او د بشري حرفوي او مسلکي نیرو  د نه موجودیت  له امله   هغه هیواد کي میشت وګړي محتاج او په پردیو مرستو متکي پاتي کیږي.

په پرمختللو ټولنو او وروسته پاتې ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ اهداف توپیر لري. په وروسته پاتې ټولنو کې ډېر تمرکز د بې وزلئ په له منځه وړلو او د ټولنېز عدالت په رامنځ ته کولو کیږي؛  خو برعکس په پرمختللو ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ موخې د ټولني د صنعتي کېدلو او ټولنېزې هوساینې لور ته پام کیږي. که څه هم افغانستان د طبعي خام توکو کافي زیرمي لري خو بیا هم افغانستان د دریمي نړۍ د هیوادونو په کتار کي یو بشپړ مصرفي هیواد دی، افغانستان کي فقر او جګړه دوه هغه ستري ستونزي دي چي ددغه هیواد د سیاسۍ، ټولنیز او کلتوري پرمختګ خنډ شوي او زمونږه ټولنه په دوامداره توګه بي ثباته پاتي شوی فقر د جګړي زیږنده یا په بل عبارت افغان کورنیو کي ناداري او فقر په افغانستان کي د جګړي اسباب برابر کړی.

په اقتصادی لحاظ افغانستان د نړی  د وروسته پاتي هیوادونو په قطار کی راځي ځکه نو دلته لمړی باید د فقر  له منځه وړل او  د عدالت پلي کول د اقتصادي پراختیا اصلي او مهم اهداف واوسي سره له دی چي زمونږ هیواد قیمتی معدني منرالونو، زارعتي محصولاتو، خوږو اوبو  د طبعي انرژی د تولید دپاره  پراخي زیرمی او لازم شرایط  لري خو له دغو فرصتونو د ګټي اخیستني دپآره د اړینو بشري سرچینو او څیړنیزو مرکزونو نشتون هیواد کي د غربت او فقر کچه لوړه ساتلي، له بلي خوا افغانستان په وچه کي د تمدنونو د وصل په څلور لاري کي موقیعت لري چي همدغه موقیعت کولاي شي هیواد کي بهرنیو پانګوني ته په یو زرین فرصت بدل شي.

که  افغانستان کي منابع تشخیص، بشري ظرفیتونه لوړ څیړنییز مراکز ایجاد او نړیوالو پانګوالو سره اړیکي جوړي شي لري نه ده چي زمونږ هیواد د مخ پر ودي او پرمختللو هیوادونو په قطار کي یو مطرح هیواد او افغان کورنیو کي د فقر ټغر ټول شي.

ټولنیز پرمختګ:

ټولنیز پرمختګ د ټولني د وګړو د اړتیاوو او هیلو بنسټ دی، ټولنیز پرمختګ د ټولنیز نظم، ټولنیز ګډون، ټولنیز تړاو او ټولنیز باور په څیر مفاهیموڅخه پیژندل کیږي، ټولنیز پرمختګ د ټولنپوهانو د مختلفو لرلیدونو  څخه مختلفي معناوي لري،  د فرانسوي ټولنپوه دورکیم له نظره ټولنیز پرمختګ عبارت دي  د دندو د ویش د لاري د یوي ټولني د دودیز او سنتي وضیعت تغیر صنعتي او مدرن حالت ته.

ټولنیز پرمختګ د خلکو، حکومتونو او مدني ټولنې د اړتیاوو او هیلو اساس جوړوي. له اقتصادي او ټولنیز پلوه تر ټولو ګټورې پالیسۍ او پانګونې هغه دي چې خلکو ته د خپلو وړتیاوو، منابعو او حالاتو څخه د ګټې اخیستو لپاره خورا زیات فرصتونه ورکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د وروستي څیړنو له مخې، “ټولنیز پرمختګ” د یو شمیر بنسټیزو بدلونونو پروسه ده چې د ژوند او ټولنیزو اړیکو د ښه والي او پرمختګ لامل کیږي چې د ولسواکۍ او عادلانه حکومتدارۍ له اصولو سره سم او مناسب وي. ټولنیز پرمختګ مادي او معنوي  لاسته راوړنې دواړه په بر کي نیسي، مادي لاسته راوړني لکه روغتیا، مناسبه زده کړه، توکو او خدماتي سرچینو ته دوامداره لاسرسۍ، د منلو وړ چاپیریال کې  مناسب ژوند کول، او غیر مادي لاسته راوړنې د ټولنیز او کلتوري ځانګړتیاوو سره لکه د انسانی کرامت درناوي، د ټولنیز او فردي امنیت احساس، حکومتونو کي فعال سیاسي ګډون (مشارکت) څخه عبارت دی.

ټولنیز زغم، ټولنیز عدالت، ټولنیز نظم، او ټولنیز باور د ټولنیز پرمختګ مهم فکتورونه دي  ټولینز زغم معنا دا چي د ټولني ټول وګړي یو بل ومني د “ټولنیز عدالت” معنا د نابرابرۍ،  بې وزلۍ او د تبعیض کمول او همدارنګه د هوساینې، متوازن پرمختګ، خدماتي سکتور او روغتیايي سرچینو مناسب ویش او د مدني آزادیو زیاتوالی دی. ټولنیز نظم هغه حالت ته ویل کیږي چي خلک وکولاي شي خپل کلتوري عنعنات، دیني عقاید او مذهبي مراسم عملی او حفظ کړي. ټولنیز باور یعني دا چي په تولیز یا په فردي شکل خلک په یو بل باور وساتلی شي.

سیاسي پرمختګ:

د ټولنپوهني د مفاهیمو څخه یو هم سیاسي پرمختګ دی، د سیاسي پرمختګ مفهوم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته راڅرګند شو، د سیاسي پرمختګ په ډګر کې له پراخو پرمختګونو سره سره بیا هم د دې اصطلاح په تړاو ډېر ابهامونه موجود دي او د بېلابېلو برخو پوهانو ورته بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي.

 سیاسي پرمختګ عبارت دی د سیاسي نظام د ظرفیت او موثریت په داسي ډول لوړول چي په ټولنه کي له شخړو پرته  فردي او ډله ییزي ګټي خوندي شي، د خلکو آزادیو ته درناوي  وشي او د وګړو په اقتصادي ژوند کي بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.

او یا سیاسي پرمختګ هغه پروسه ده چې د سازمانونو د بنسټیز کولو او د هغوی د سیاسي ګډون لپاره بنسټ چمتو کوي او په پایله کې د افرادو، ګوندونو او ډلو د وړتیا زیاتوالی د ټولنې په سیاسي چاپیریال کې په قانوني توګه ګډون کوي. کله چي د سیاسي پرمختګ بحث کوو نو ورسره جوخت د مدرن سیاست بحث هم مخته راځي سره له دې چي  سیاسي پرمختګ او مدرن یا عصري سیاست سره توپیر لري خو زیاتره وخت خلک ددغو دوو جلا مفاهیمو ترمنځ فرق نشي کولي یا په توپیر کي اختلاف سره لري. مدرن سیاست یعنی د ملي اقتدار تامینول، سیاسي پرمختګ او مدرن سیاست یو د بل بشپړونکي دي.

د سیاسي پرمختګ موخې:

  1. ټولنیزپرمختګ
  2. صنعتي کول
  3. د فقر له منځه وړل.
  4. حکومت کي ولسي مشارکت او د سیاسي حاکمیت څخه د انحصار لرې کول.
  5. د ټولنې په ټولو برخو کې داساسيبدلونونو رامینځته کول او د تیر ژوند له ناوړه حالت څخه غوره شرایطو ته لیږد.

په ټوله کي د سیاسي علومو د تحلیل او بررسۍ مرکزې ټکۍ دولت دی.

کلتوري پرمختګ:

کلتور د دیدلورو، چلندونو، باورونو او احساساتو ټولګه ده چې له یو نسل څخه بل ته لیږدول کیږي کلتور یو پیچلی متحرک ټولنیز سیسټم دی، چې د انسانانو لخوا د دوې د ټولنیز ژوند د تکامل په جریان کې رامینځته شوی او پرمختګ یې کړی، تر څو انسان وتوانیږي  د خپل طبیعي او ټولنیز چاپیریال سره غوره، او بډایه ژوند ته دوام ورکړي.

د «کلتور» د  اصطلاح،  انتروپولوژیکي معنا لومړنۍ توضیح د اډوارډ ټایلور له خوا شوې ده، هغه چې په ۱۸۷۱ ز کال کې یې د خپل کتاب په لومړۍ پاڼه کې لیکلي: « کلتور یا تمدن د خپلې پراخې معنا او توکمیزې زمینې له مخې، هغه پېچلې ټولګې ته ویل کېږي چې پوهه، باور، هنر، اخلاق، قانون، عرف او نورې ټولې هغې وړتیاوې او عادتونه چې یو کس یې د ټولنې د یوه غړي په توګه ترلاسه کوي په کې شاملېږي».

د نیویارک له روچستر څخه وکیل لیویس هنري مورګان (۱۸۱۸-۱۸۸۱ ز کال) د ایراکويي وګړو قوم پوه او وکیل و. د دین، حکومت، مادي کلتور او په ځانګړې توګه د خپلوۍ د نمونو اړوند د هغه عملي ارزونو، د انسان پوهنې په برخه کې اغېزمنه مرسته کړې. مورګان د خپلې دورې د نورو پوهانو(لکه: اډوارډ ټایلور) په څېر استدلال وکړ چې انساني ټولنې کولای شو، د کلتوري ودې د مقیاس له مخې چې له وحشي توب څخه یې تر بربریت او متمدنې ټولنې پوری  بدلون موندلی ډل بندي کړو. په ټولیز ډول مورګان له تکنالوژي (لکه غشي جوړونې او خټینو لوښو جوړولو) څخه د دغه مقیاس د شاخص په توګه ګټنه وکړه.

 په عمومي توګه د ژوندانه په ټولو اړخونو کي انساني لاسته راوړنو ته پرمختګ ویل کیږي او دا په خپل ځان کې یو مسلک ګڼل کیږي.

پرمختګ یو پراخ مبحث دی.

 سیاسې پرمختګ،  اقتصادې پرمختګ، ټولنیز پرمختګ،  کلتورې پرمختګ.

 د دې حقیقت له امله چې پرمختګ د انسان لاسته راوړنه ګڼل کیږي، دا په خپل محتوا او بڼه کې کلتوري همغږي لري واقیعت کي کلتوري پرمختګ د ارګانیک بدلون معنی لري. د پرمختګ موخه او هدف  ګټور ژوند رامینځته کول دي. نو له همدې کبله پرمختګ د انسانانو زیاتیدونکی لاسته راوړنه خپلو کلتوري ارزښتونو ته ده.

تر هغي چې په یوه ټولنه کې کلتورې پرمختګ رامنځته نشي د ژوندانه په نورو برخو کې لکه سیاست ، اقتصادې سیستم ، او د وګړو د امنیت  په برخه کې پرمختګ نشې رامنځته کیدلی او د هغې ټولنې خلک تر یوه  اوږده مودې پورې په بدوی حالت کې نا متمدن ژوند تیروي. په یوه ټولنه کی کلتوری عنعنات مستقیمآ متناسب دی په هماغه ټولنه کي د کار د ابزار او وسایطو سره، لکه څنګه چي انسان تل په دې هڅه کي وي چي د پرمختللو ابزارو د تولید او انکشاف له لاری په خپل کاری چاپیریال کی اسانتیاوی رامنځته کړي ځکه نو کلتوری مسایل هم متغیر وی او ثابت نشي پاتي کیدلی، همدغه د کلتوری ارزښتونو تحول او تغیر  ارګانیک بدلون دی. د ارګانیک لغوی معنا د ریښي ( اساس) بدلون ته ویل کیږي

هغه متمدن ټولنو یا هیوادونو کې چې د خلکو د رایې په اساس  آزاد او ملې دولتونه جوړ او رامنځته شوې وي هلته حکومتونه  ځان مکلف ګڼې چې کلتورې پرمختګ ته کار وکړي، مدرن حکومت  کلتورې پرمختګ دپاره کلنې بودجه  ځانګړې کوي او د مختلفو فرهنګې برنامو د لارې خلک  فرهنګې پراختیا ته رادعوتوې، او د کار د ابزارو د  نوي کولو سره هم مهاله خلک کلتوري بدلون ته هڅوي، ددغی پانګوني ګټه دا وي چي  عامو خلکو ته  منفی دودونو زیانونه بیان شي او خلکو ترمنځ عامه پوهاوي ډیر شي.  په دي ډول د یوي ټولنې افراد راتلونکی هر ډول سیاسې،  افتصادې او ټولنیز بدلون منلو ته آماده کیږي او د ټولنې وګړې  د دولت د اصلاحې او پراختیايي برنامو سره ښکاره مخالفت نکوي، او له دي لاري د ژوندانه نورو ټولو برخو کي هر ډول پراختیا او ودي ته زمینه مساعدیږي برعکس په وروسته پاتې ټولنو کې چې واکمنان ېې د زور او ځواک د لارې واک ترلاسه کوې او د قهریه قوې په اعمال سره  خپل حاکمیت ساتې   د  کلتور په ساتنې باندې ټینګار کیږې، د کلتورې پراختیا د مخنیوی او یا د کلتور د ساتنې په پلمه د  شاتګ پاله برنامو عملې کول  لاره خلاصوې چې  د ټولنې افراد د پرمختیایې برنامو سره پیژند ګلوې حاصل نکړې او  د هماغه  ټولنې افراد  د نورو متمدنو  انسانانو د لاسته راوړنو پر وړاندې عقدیې چلند کوې ، او د بشر د هر ډول  پرمختیایې افکار او  برنامو سره کلک مخالفت څرګندوې.

د مستبدو حکومتونو مبلغین خپلو بیانیو او خبرو کي خلک د کلتور ساتني ته رابلي او داسی ډ‌ول تبلیغات کوي  چي ګواګي کلتوری ارزښتونه باید وساتل شی او نه ساتل يی ټولنه فساد او بد اخلاقیو ته سوق کوي مګر په اصلی واقیعت کی دیکتاتوره زمامداران د خپل واک د نسکوریدو څخه ویره لري او دا ویره د ولسونو د ویښتیا او کلتوري پراختیا کي ویني ځکه خو دوی تل هڅه کوي چي د کلتوری پراختیا مخه په منشا او مبدا کي ونیسي، کومه ټولنه کي چي کلتوری پراختیا مخه ډب شي د هغه ټولني وګړي راتلونکي سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو بدلونونو منلو ته آماده نه وي په دي ډول خلک په دوامداره توګه د مستبدو حاکمانو تر زبیښاک لاندي ژوند تیروی او د ځان ژغورني قوه پکی مړه وي.

نور بیا

افغاني ټولنه کې متضاد نظریات او متخاصمې فرقې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...