تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۶مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دایمي اوربند د هوکړې لپاره په استانبول کې خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې دي.
له موضوع سره دوو بلدو سرچینو د سېشنبې په ورځ وویل چې دا ناکامي د دې میاشتې له خونړیو نښتو وروسته د سیمې د سولې هڅو ته سخت زیان رسوي.
خو لا هم د دواړو خواوو پلاوي په استانبول کې دي او ترک چارواکي هڅه کوي چې دواړه خواوې یوې نتیجې ته ورسوي.
د دغو خبرو هدف دا و چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ دايمي سوله رامنځته شي.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وکړ، خو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د استانبول په دوهم پړاو خبرو کې د ګډ تفاهم زمینه برابره نه شوه. د افغان او پاکستاني سرچینو په وینا، دواړه خواوې د خبرو د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي.
د نیوعرب (newarab) د راپور له مخې، یوه پاکستاني امنیتي چارواکي وویل چې طالبان دې ته تیار نه وو چې د پاکستاني طالبانو (TTP)، هغه وسلهواله ډله چې له پوځ سره جنګېږي او د اسلاماباد په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، مهار کړي.
یو افغان چارواکي چې له خبرو خبر و، وویل چې خبرې “له تاوتریخجنو بحثونو” وروسته پای ته ورسېدې، او زیاته یې کړه چې افغان لوري ټینګار وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان پر کړنو کنټرول نه لري. یادو سرچینو غوښتنه وکړه چې نومونه یې پټ وساتل شي، ځکه هغوی د رسمي خبرو اجازه نه لرله.
د افغانستان د طالبانو د حکومت، د دفاع وزارت، او همداراز د پاکستان د پوځ، دفاع او بهرنیو چارو وزارت ویاندانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اکتوبر نښتې هغه مهال پیل شوې چې د پاکستان هوايي ځواک د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې بمباري وکړه او بې له دې چې د برید مسوولیت ومني، خپلو رسنیو ته وویل چې د ټي ټي پی مشر یې په نښه کړی دی. طالبانو بیا د ډیورند کرښې ۲۶۰۰( کیلومتره -۱۶۰۰ میله) په اوږدو کې د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه وکړل.
سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند لا هم په ځای دی، خو د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې که خبرې ناکامه شيؤ، پر افغانستان به پراخ برغل وکړي. طالبانو هم ویلي چې د پاکستان هر یرغل ته به کلک ځواب ووايي.