Homeخبرونهترکیې او طالبانو د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې د...

ترکیې او طالبانو د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې د متقابلو ګټو پر پیاوړتیا خبرې کړي

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۶مه) ‏د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت امنیتي مرستیال، ملا ابراهیم صدر د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غونډې څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له معین او مله پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې دواړو لورو د امنیتي همکاریو، د قاچاق پر ضد مبارزې او د متقابلو ګټو د پیاوړتیا په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

دا کتنه د ایران پلازمېنه تهران کې شوې چې، پکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې د رامنځته شوو مثبتو بدلونونو ستاینه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ترکي چارواکو زیاته کړې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په انساني او نشه توکو قاچاق کې شاوخوا ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

طالبان بیا وايي، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...