Homeخبرونه‏قزاقستان کې د افغان ـ قزاق درېیم نندارتون پرانیستل شو

‏قزاقستان کې د افغان ـ قزاق درېیم نندارتون پرانیستل شو

تاند (سې شنبه د لړم ـ عقرب ۶مه) د قزاقستان شیکمنت ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو درېیم نندارتو د افغان او قزاقي چارواکو په شتون کې پرانېستل شو.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي یاد نندارتون د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا برخه کې مهم بللی دی.

عزیزي ویلي، افغانستان د کرنیزو، غذایي صنایع، غالیو، قیمتي ډبرو او ودانیزو توکو تولید سره د قزاقستان او نورو هېوادونو بازارونو ته د صادراتو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده، چې افغان – قزاق نندارتون کې لسګونه شرکتونو د افغانستان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

ټاکل شوې دغه نندارتون د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۰مې پرانیستی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....