Homeخبرونهپاکستان يو ځل بيا د افغان نجونو پر زده کړو د بنديز...

پاکستان يو ځل بيا د افغان نجونو پر زده کړو د بنديز پړه پر پښتون کولتور واچوله

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو پړه پر پښتني کولتور واچوله.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي:«د افعانستان د اوسني حکومت لخوا د نجونو پر تعلیم بندیزونه مذهبي ریښه نه لري، بلکې د پښتنو له کلتوره سرچینه اخلي چې ښځو ته په کور د کېناستو امر کوي.»

اکرم منير وایي، کلونه وشول چې پښتانه دغه کار ته د خپل ارزښت په سترګه ویني.

دې ورته ادعاوې د پاکستان ګوښه شوي صدراعظم عمران خان هم کړې وې، چې په پراخه کچه د پښتنو توندو غبرګونونو سره مخ شوی و.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د حاکمې ادارې د ورته پريکړو داسې توهينونکي توجيهات جوړوي، چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د پښتنو قومي مشرانو څو ځلې د جرګو په فيصلو د نجونو ښوونځي پرانيستل او د طالبانو له لوري يې شکنجې وزغملې.

کتونکي باور لري، چې پاکستان او پر افغانستان حاکمه روزلې ډله يې د افغان نجونو د زده کړو او کار د حقونو د نقض لپاره په اسلامي دليل موندلو نه دي توانيدلي، ځکه اوس د پښتنو په اړه داسې له سپکاوي ډکې خبرې کوي او نړۍ ته يې د پوهې دښمنان غواړي معرفي کړي.

3 COMMENTS

  1. پښتون د نجونو د تعلیم ملاتړی دی مګر تور پنجاب جاهل پښتانه ملایان تیرباسي او د نجونو د تعلیم مخه نیسي. لعنتي ملایانو بس دی اوس خو د پنجاب په دوه مخيتوب پوه شئ. هم یې درباندې کوي او هم یې درباندې پاکوي.

  2. په دې کې شک نه شته چې په اسلام کې زنانه د کافرو معادل دي او پښتانه د هماغه اسلام ټیکه داران دي !

  3. که پنجابیان په خپله خبره ولاړ وی ، نو یو ځل د خپلو بړېڅو ته امر وکړي چې د نجونو ښوونځي دې بېرته پیل شي ، تاسې به وګورئ چې د پښتنو په سیمو او ولایتونو کې به میلیونونه نجونې ښوونځیو ته حاضرې شي .
    افسوس خبره داده چې تاسو اوس افغانستان د خپلو متعصبو ، جاهلو ، اسلام او پښتون ضد ملایانو او اجیرانو پواسطه اداره کوئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...