Homeخبرونهمحسن داوړ: پاکستان کې يوو، خو د افغانستان دفاع را باندې فرض...

محسن داوړ: پاکستان کې يوو، خو د افغانستان دفاع را باندې فرض ده

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان استازی او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي، پښتانه که د نړۍ په هر ځای کې وي، افغانستان يې لوی کور او د دغه کور دفاع ورباندې فرض ده.

نوموړي په یوه نوې ټلويزوني مرکه کې ټينګار وکړ، چې د سياسي وېشنو باوجود پر لوی افغانستان او لرو بر يو افغان شعارونو باور لري او د افغانستان دفاع پر ځان فرض بولي.

نوموړي په افغانستان کې د یوه خپلواک او ديموکراتيک نظام رامنځته کيدل اړين وبلل او په دې برخه کې يې پاکستان ته د لوی خنډ په توګه د ملامتۍ ګوته ونيوله.

محسن داوړ زياته کړه، چې له بې واکه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وروستۍ ليدنه کې ښاغلي غني د سيمې د امنيت لپاره ګټور نظرونه لرل او ده ته د نوموړي طرحې او ليدلوری په دې اړه ګټور او په زړه پورې بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...