تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه) په ننګرهار کې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه د کرکټ ولايتي سيالۍ پیل شوې.
د ننګرهار د کرکټ مسوولينو ويلي، چې په دغو سياليو کې ۳۱ ولایتي لوبډلې ګډون لري او په شپږ ګروپونو وېشل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، هره لوبډله به خپل ګروپ کې څلور څلور لوبې وکړي چې له منځه به یې د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجې ولایتي سیالیو ته لاره پيدا کړي.