پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeمقالېجناب منیر اکرم! عبدالغفور لېوال

جناب منیر اکرم! عبدالغفور لېوال

د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍنښې دي. حیران یم، چې له فرهنګ ناخبره یو شخص څنګه، په ملګروملتونو کې د یوه مصنوعي، بې تاریخه او بې ملته پوځ استازولي کوي؟

جناب اکرم،

اول:
تر دې مخکې چې د افغان فرهنګ په اړه څه ووايې، هیله ده (فرهنګ= Culture) راته تعریف کړې.
زه غواړم پوه شم، چې ته فرهنګ پېژنې؟
او که یې پېژنې، څنګه یې پېژنې؟

دویم :
د افغان فرهنګ په اړه په څه پوهېږې؟
څو کتابونه، څومره لیکنې یا لږ ترلږه څو کرښې دې د افغان فرهنګ په اړه لوستي؟
خوشال خان خټک پېژنې؟
د هغه د (دستارنامې) نوم دې اورېدلی؟
ایا خبر یې چې څلورسوه کاله پخوا دغه ستر افغان د نجونو او هلکانو د زدکړو په اړه څه ویل؟
لنډۍ پېژنې؟
د اتڼ نوم دې اورېدلی،
د پښتانه او ډول او څڼو راتاوېدو فرهنګ دې لیدلی؟
غني خان پېژنې؟
باور لرم، چې یو هم نه پېژنې.
له دې خبر یې چې د حبیبیې لیسه ستا له هېواد او نړیوال وجود څخه ۴۴ کاله مشره ده؟
هو! ۴۴ کاله مخکې تر دې چې ستا هېواد او تاریخ وزیږي، افغانانو عصري تعلیم کاوه، خبر یې که نه؟
کابل پوهنتون، چې د اسیا په لویو او مهمو پوهنتونونو کې و، ستا تر هېواده ۱۵ کاله مشر دی. ستا هېواد او ستا تاریخي وجود د افغانانو له لومړني معاصر پوهنتون څخه ۱۵ کاله کشر دی.
ستا د هېواد تر زېږېدو پوره ۲۶ کاله مخکې دلته د مېرمنو نهضت پیاوړی و، د نجونو لیسې وې او ارشادالنسوان خپرېده.
د افغان فرهنګ استازې (مېرمن پروین) چې خپله لومړۍ سندره په ملي راډيو کې ثبتوله، ستا هېواد نوی زېږېدلی و.
د افغان فرهنګ یوه خورا کوشنۍ برخه؛ ښځینه موسیقي او تیاتر هم ستا له هېواده مشران دي.
ته خبر یې چې ستا د هویت متفکر مغز (لاهوري اقبال) د افغان فرهنګ په مدحې او ستاینې څومره ځان ستړی کړی دی؟
که افغان فرهنګ نه پېژنې، اقبال خو به پېژنې؟
لږ یې ولوله!
مسافر، جاوید نامه، اسرار خودی، رموز بیخودی، پیام مشرق، زبور عجم او نور ولوله، افغان فرهنګ هلته پېژندلای شې!

جناب منیر اکرم،
ستا فرهنګي پلازمېنې ته زما له غزني څخه تمدن او زما له کندهار څخه حکومتولي دروړل شوې ده، په دې خبر یې؟
تر دې مخکې چې ستا په استخباراتي قلمرو کې انګریز شاتګپالې مدرسې جوړې کړي او بیا د پوهنې ضد او ښوونځي ضد افیوني روایتونه (Colonial narrative) راصادر کړي، زما فرهنګ په خورا طبیعي بڼه وده او تکامل کاوه. عصري ښوونځي مو درلودل، په کندهار کې د نجونو لیسې او هلته د سلګونو ښځینه مېرمنو عصري تدریس هم یو کال ستا له هېواد څخه پخوانی تاریخ لري.
خپله خبره بېرته واخله او شرافتمندانه بښنه وغواړه!
او که نه، نړۍ به پر خپله بېسوادۍ، ناخبرۍ او ناپوهۍ وخندوې.
موږ کولای شو، یو مهال چې در وزګار شو، د هویت جوړولو بنسټونه او د فرهنګ پېژاند درزده کړو. موږ په دې چاره کې اوږده تاریخي تجربه لرو.
دا په یاد ولره!
موږ بېرته راپاڅيږو !!!

8 COMMENTS

  1. په قلم او ګوتو دبرکت شه. هغه د ارواښاد موسي شفيق دشعر په ژبه ځواب همدلته پځاي ښکاري. د ايشيا په دبستان کې زه استاد وم…. تالوستله هغه وخت کي سيپاره…… اوس را لوي شولي زما دسر دعواي کړي….. ته او خداي نو په همدغي قواره.

  2. د ښاغلی لیوال صاحب د فرمائش په ادامه:
    ۱ – کریکټ ( دا استعماری ورزش ) هم د پښتون په فرهنګ کی ځای نه درلود خو نن …….
    ۲ – منیر اکرم ( د مکناټن د ورَکی ماندینی زوی ) ادعا لری چی د پښتون په فرهنګ کی د ښځینه تعلیم ارزښت ځای نلری.
    پوښتنه دا ده چی په افغانستان کی خو فقط پښتون نه اوسی بلکه نور قومونه هم اوسی نو د هغوی پر ښځو باندی ولی د تعلیم دروازی بندی دی؟

  3. د منیر اکرم او نورو رنجیت سنګهانو پلرونه او نیکونه هم زمونږ د لوی افغانستان غازیانو لکه سلطان محمود غزنوي ، غوریانو ، لودیانو ، سوریانو او بالاخره لوی امپراتور غازي احمدشاه بابا رحمته الله علیه مسلمانان کړی او دوی ته یې انساني او اسلامي فرهنګ ورښودلی دی. اوس زمانه بدله شوه او پنجابیان مونږ ته فرهنګ راښیي .

  4. سلامونه
    د لېوال صاحب غفور خان کور دې ودان وي په دې دندانشکن درس چې منير ندیم! ته ېې ورکړی. یعنې ټیپر چودریان..
    ښاغلی لېوال صیب ! دا دې هېر شوي چې ورته وواېې “:تاسې بی کلتورانو آن د راکټونو نومونه ،غوري، غزنوي او ابدالي …. زمونږ له تاریخه غلا =چوري کړي دي. هغه ورځ لرې نه ده چې په همدې راکټونو مو پنجاب او کراچۍ درته پارچه پارچه کړو .ان شآءالله!

  5. محترم لیوال صاحب.
    هر څو زر چه کولی شۍ دغه ښکلې لیکنه مو په انګریزی ترجمه او په یوه نړیوال اخبار کې نشر ته وسپارۍ تر څو یې ټول دنیاوال او په تیره بیا پاکستانی جرنیلان او د هغوی نوکران ملایان ولولی. افادیت به یې ډیر زیات شی.

  6. محترم او عزتمند لیوال صاحب
    لمړی سلاونه او احترامات

    په قلم او پوهه دي برکت شه زبردسته لیکنه مو کړیده. د انګریز دغه غلام او بوټ پاک پنجابی منیر اکرم غټ کلتور او عنعنه فقط د مرداری ټوټی لنګ، دال او پتیره ډوډۍ ده. دوی خو کلتور نلری او بیا د نورو په کلتور هم نه پوهیږی.
    انشاآلله پنجاب نور په ختمیدو دی او ډیر ژر به د نړی د نقشی څخه ورک شی.

    په درناوی

  7. د منیر اکرم هېر سوي دي چي د پاکستان رسمي نوم په اردو ژبه کی اسلامي جمهوری پاکستان دئ. یوه پاکستاني عالم مولانا محمد یوسف اصلاحی د حپل کتاب فقه آسان (حنفی فقه) په اول جلد کي لیکلي دي: د خپلي کورنۍ ښځي څنګ په څنګ د نا محرمو نارینوو سره د ژوند په هر اړخ کي په کار او فعالیټ بوخت لیدل او په هغه فخر کول شرم آوره بې دیني او پې غیرتي ده. نو منیر اکرم دي اوس ووایی دا رسم زموږ یو پاکستاني رسم هم دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب