سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغانستان ټولو نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د...

ملګري ملتونه: د افغانستان ټولو نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار اجازه غواړو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي مرستيال مارتین گریفیتس وايي، چې د ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته به افغانستان کې بشري فعالیتونه او مرستې ممکن نه وي.

نوموړي ټينګار کړی، چې په دغو فعاليتونو او مرستو رسولو کې د ښځو ګډون اساسي اړتيا ده.

مرستيال سرمنشي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو يوې ځانګړې غونډې ته وویل، چې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر ګډون ځینې بندیزونو لیرې کړي، خو دا کافي نه دي.

د هغه په وينا، طالبانو په روغتيايي او تعليمي برخو کې د نادولتي موسسو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړې، خو اړينه ده چې په ټولو نادولتي موسسو کې که بهرني دي یا کورني، د ښځینه کارکوونکو د نه فعالیت پریکړه باید بیرته واخيستل شي.

طالبانو څه موده مخکې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، چې سختو ملي او نړيوالو غبرګونونو سره مخ شول.

د طالبانو له داسې افراطي اقداماتو سره په افغانستان کې د بشري مرستو د کمیدو وېره ده او عملا هم دغه بهیر زیانمن شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب