Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ ژر خپله نوې کاري تګلاره اعلانوي

پښتون ژغورنې غورځنګ ژر خپله نوې کاري تګلاره اعلانوي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې دیارلسمه)‏ ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین وايي، چې د پښتنو د ننګونو او ګواښونو له شدت سره دغه غورځنګ د مبارزې يوه نوې تګلاره جوړه کړې، چې ژر به یې اعلان کړي.

ښاغلي پښتين په تازه ټلویزیوني مرکه کې د دغې تګلارې زيات جزيات روښانه نه کړل، خو وېې ويل په دې تګلاره کې د پښتنو د ژغورنې لپاره د هڅو د پراختيا لارې چارې په پام کې نيول شوي.

ګومان کېږي، چې دغه تګلاره به د پښتنو د ژغورنې لپاره د مختلفو ملتپالو سیاسي ډلو د انسجام اړوند وي.

ښاغلی پښتين په وروستيو کې بیا – بیا ټینګار کوي، چې پښتانه کمزوري نه دي؛ بلکی وېشل شوي او خپلې بې اتفاقۍ بې وسه کړي دي.

تمه کيږي، چې د پېښور پر پولیسو له وروستي مرموز خونړي برید وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ د مختلفو پښتنو ادرسونو په ګډ ایتلاف جوړولو بریالی او خپله مبارزه پراخه او نوره هم اغېزمنه کړي.

تېره اونۍ په اسلام اباد کې د باچا خان او ولي خان د کنفرانس پر مهال د نيشنل عوامي ګوند د يوه مشر احمد بلور او د جمعيت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د روغبړ يو پښتني عکس، چې منظور پښتین هم پکې خوشاله ولاړ و، د ټولنیزو رسنیو د ډېرو فعالانو پاملرنه خپله کړې وه.

فعالانو هیله ښودلې وه، چې کاشکې پښتانه ملايان، نور ريښتيا هم پښتانه او د پنجاب پر ځای خپلو پښتنو مبارزينو سره د پښتنو د دفاع لپاره ودريږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...