Homeخبرونهچين: شانګهای دې افغانستان سره د تعامل او خبرو په ژمنې ودریږي

چين: شانګهای دې افغانستان سره د تعامل او خبرو په ژمنې ودریږي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د‌ شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې ادارې سره د تعامل او خبرو اترو د دوام په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د هغه په وينا، دغه سازمان بايد طالبان وهڅوي، چې په افغانستان کې يو پراخ بنسټه او منځلاری دولت رامنځته کړي.

چینایي وزیر زیاته کړې، چې افغانستان له ګډوډۍ څخه د خلاصون په يوه حساس پړاو کې دی، عمومي وضعیت ښه شوی، خو جدي ننګونې لا په مخکې شته.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان له اقتصادي ناورين څخه د خلاصون او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزو هېوادونو پراخې همکارۍ ته اړتيا لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپله اړخه ویلي، چې هېواد ېې د نيشه يي توکيو د بدیلو کښتونو د لرلو لپاره د افغان کروندګرو د روزلو او افغانانو ته د ويزو ورکولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

چینایي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د هېواد په ګډون یې سیمه ییزو هېوادونو له طالبانو سره د ډېرو ښو اړیکو سره- سره تر اوسه د دوی له واکمنيدو وروسته دوی سره ډېرې کمې مرستې کړي او په دې دلیل ډېرې نيوکې ورباندې شوي.

د اقتصادي چارو ډېر شنونکي باور لري، چې چین او نور سیمه ییز هېوادونه له ټولو غولونکو ژمنو سره افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو او لویدیزو هېوادونو مرستندويه بدیلونه نه شي کیدای او طالبان نه باید نور د سیمه ییزو هېوادونو په ولکه کې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...