Homeخبرونهد کابل په دهمزنګ کې درنه چاودنه شوې

د کابل په دهمزنګ کې درنه چاودنه شوې

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) راپورونه وايي، چې نن سهار د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې درنه چاودنه شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په کابل ښار کې د چاودنې خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د کابل ښار د ځینو لېرې سيمو اوسيدونکي وايي، چې د چاودنې غږ تر دوی هم رسیدلی او خطرناکه ښکاري.

تر اوسه د دغې پېښې نور جزییات نه دي روښانه شوي.

اوړمه ورځ په کابل کې د شپږيزې کرکټ سياليو پر مهال هم چاودنه شوې وه، چې طالبانو پکې د څلورو نندارچیانو د ټپي کیدو او د ملګرو ملتونو سرمنشي د ۱۹ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....