Homeخبرونهکابل ته د پاکستاني ملایانو سفر ته غبرګونونه؛ صالح: ملا عثماني د...

کابل ته د پاکستاني ملایانو سفر ته غبرګونونه؛ صالح: ملا عثماني د ط-انو د عمومي امیر حیثیت لري

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) کابل ته د پاکستان د مشهور ملا تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملایانو د يوې ډلې د سفر او لیدنو کتنو پر وړاندې د افغانانو توند غبرګونونه دوام لري.

دغه پلاوی، چې خو ورځې مخکې ظاهرآ طالب مشرانو ته د مشورو په موخه کابل ته راغلی و ، اوس ویل کېږي چې د طالبانو له ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د ليدنې لپاره کندهار ولايت ته روان شوی.

د ياد سفر پر مهال طالب چارواکو سره د دغه پلاوي مغرورانه او د طالب چارواکو تحقير شوې څېرې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د پرزول شوي نظام د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په يوه غبرګون کې ویلي، چې په نکريزو د ږيرې سور کوونکی ملا تقي عثماني د طالبانو د عمومي امیر حیثیت لري او د دې ډلې د کړنو د ارزونې لپاره کابل ته راغلی.

د صالح په وينا، نوموړی د پاکستان د پوځ او استخباراتو له نيږدې متحدينو څخه دی او د ۲۰۱۹- ۲۰۲۱ تر منځ ېې د طالبانو د اولامر رول لوبولی.

د ده په وينا په راپورونو کې نوموړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون له اصلي لوبغاړو څخه و او د ناټو پوځي او استخباراتي افسران پر طالبانو د نوموړي له اغېزو خبر دي.

امرالله صالح يادونه کړې، چې مذهبي افراطیت او مدرسه د اسلام اباد د بهرني سياست لپاره د ملېشه سازۍ تر ټولو ارزانه وسیله ده.

صالح زياتوي، چې د پاکستاني ملایانو له لوري پر تخت په غځیدلي ډول، په داسې حال کې چې ګوته ېې هم په پوزه کې وي، د طالب مشرانو احضارول نوې خبره نه ده، ځکه طالبان د دغو څېرو نفوذیان او پوروړي دي.

د پاکستاني ملایانو د دغه سفر پر مهال د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني سره د دغو ملایانو د لیدنو ځینې عکسونو ډېر نور افغانان هم قهرولي دي.

د پاکستاني ملایانو د پلاوي یوه غړي د طالبانو له لوري د افغان نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانيستلو خبر هم ورکړی.

ډېرو خلکو په دې اړه په خپلو غبرګونونو کې ویلي، چې د طالبانو پریکړې ټولې ډ پاکستان په لاس کې دي او طالبان د دغه هېواد ملېشې او د استخباراتي سیاستونو تامينونکي دي.

طالبانو بیا په دې اړه ټول تورونه رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...