سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد طالب او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

د طالب او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

تاند (یکشنبه، د اسد ۹ مه) د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران د هیرمند ولسوالي ترمنځ په پوله کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دا نښته د دې خبر د خپرېدو تر شېبې کایو یدوه ساعته دمخه دوست محمد ښارګوټي ته نژدې وشوه.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو د ایران د دوست محمد ښارګي د ختیځې څنډې د کورونو لور ته ګولۍ وویشتې او د څو دقیقو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو د ګولیو تبادله ډېره شدیده وه.

تسنیم د نامعلومو افغان سرچینو په قول ویلي چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی او بل ټپي دی خو خپلواکو سرچینو یا طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایرانیان وايي، نښته په دې خاطر وشوه چې طالبانو په داسې سیمه کې خپل بیرغ نصباوه چې د افغانستان خاوره نه وه.

تسنیم بیا ویلي چې طالبانو د ایران په خاوره کې خپل بیرغ نصب کاوه چې د ایراني پوله ساتو له غبرګون سره مخامخ شول.

خو په نیمروز کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبانو د افغانستان د خاورې په هغه برخه کې خپل بیرغ نصب کاوه چې ایران پکې دېوال او د څارنې برج جوړ کړی دی.

ایراني رسنیو هم دې موضوع ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې طالبان فکر کوي دا دېوال د دوو هیوادونو ترمنځ جوړ شوی خو دېوال د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په خاوره کې درول شوی دی.

د وروستی خبر پر اساس نښته درېدلې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ په پولو کې څو ځلې نښتې شوې دي.

1 COMMENT

  1. ایراني لوری تل له تکبر او عظمت طلبي نه کار اخلي . د دواړو هېوادونو سرحدي سیمې لا له مخکې په نښه شویدي . هلته هېڅ ډول تجاوز د زغملو ندی . مګر بیاهم ایرانیانو د نیمروز ولایت سره په پوله یو څو سرحدي څلي له منځه وړي او غواړي د افغانستان خواته پښې را اوږدې کړي.
    که احیانا د افغانستان سرحدي ځواکونه په سهوې سره هغې خواته اوښتي وي ، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کمیساران شته او باید موضوع هلته راجع شي او د تفاهم په اساس شخړې او لانجې حل کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب