یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ډیجیټل وېش

ډیجیټل وېش

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

اوومه برخه

ډیجیټل وېش

د ډیجیټل وېش اصطلاح د ۱۹۹۰یمو کلونو په منځنیو وختونو کې جوړه شوه. دا نو هغه وختونه وو چې د یو شمېر ډلو لکه اقلیتونو، مشرانو او کلي مېشته وګړو په تړاو داسې اندېښنو زور ونیوه چې دوی د زلمیانو، لوستو او نسبتاً شتمنو وګړو په اندازه د کمپيوټرونو په هکله پوهاوی نه لري او له انټرنټ سره وصل نه دي.

شاوخوا یوه لسیزه وروسته، دغه خلا څه نا څه ډکه شو او د پیو انټرنټ او امریکايي ژوند د پروژې له مخې، د ۲۰۰۶ کال د شمېرنو په اساس کابو دوه دریمه امریکايي ځوانان (۷۰ سلنه) له انټرنټ سره وصل شوو. که څه هم دغه شمېر یو څه ورو وو، خو هره ورځ په زیاتېدو وو (د داسې خلکو شواهد هم شته چې له هره اړخه یو ناوصل شوې ډله وه). هغه ډلې چې د انټرنټ په استعمال کې ناراسته وې، په هغو کې ۶۵ کلن یا د لا لوړ عمر امریکايي وګړي چې ۳۵ سلنه يې جوړوله؛ افریکايي الاصله امریکایي وګړي چې ۵۸ سلنه او هغه کسان وو چې ان له لیسې نه هم فارغ نه وو چې ۳۶ سلنه یې جوړوله.

ډیجیټل وېش تر دې هم ډېر شدت هغه مهال مومي چې کله ټوله نړۍ په نظر کې ونیول شي. هغه ملتونه چې په چټکۍ سره ځان صنعتي کوي، لکه د چین او هند هېوادونه؛ هلته د هغو خلکو په شمېر کې مهم ډېروالی لیدل کېږي چې کمپیوټر او انټرنټ ته په یو نه یو ډول لاسرسی لري، البته دغه شمېر يې لا هم د ټولټال نفوس په پرتله ډېر کم دی. بل خوا، په وروسته پاتې هېوادونو لکه په ګڼو افریکايي هېوادونو کې بیا اتصال د «یو لپټاپ هر ماشوم ته» پروژې په مټ هم وده موندلی شي. یاد غورځنګ یو داسې نمونوي لپټاپ ډیزاین کړی چې بیه یې تر سل ډالرو هم ټیټه ده.

د بروډ بانډ (انټرنټ) استعمال

انټرنټ ته هر ډول لاسرسی په مساوي توګه نه دی. د لوړ سرعت ارتباطات ټوله ورځ د انټرنټ مسلسل استعمال چمتو کوي او غني رسنیو (انځورونو، ویډیوګانو، صوتي پروګرامونو او داسې نورو) ته د لاسرسي او شریکولو شونتیا برابروي. د پیو انټرنټ او امریکايي ژوند پروژې له قوله، په ۲۰۰۷ کال کې د ټولو امریکايي ځوانانو ۴۷ سلنه یې په خپل کور کې بروډ بانډ (broadband) انټرنټ درلوده، خو د بروډ بانډ دغه کچه په کلیو کې مېشتو خلکو (۳۱ فیصده) او افریکايي الاصله امریکایانو (۴۰ فیصده) لپاره لا هم ډېره سسته او کمزورې وه.

خو د افریکايي امریکایانو لپاره د بروډ بانډ کچه له څه مودې راهیسې په چټکۍ سره د ښه کېدو په حال کې ده او د ۲۰۰۵ کال په لومړنیو وختونو کې یوازې ۱۴ فیصده وه؛ خو دلته یو شمېر داسې فکټورونه هم شته چې په دې احتمال پورې تړلي دي چې آیا یو شخص یا ټولنه نړیوال جال ته لاسرسی لري او که نه؛ مثلاً د دې امکان ډېر کم دی چې د ټیټ عاید یو تن دې کمپیوټر وپېري او ممکن ټلیفوني خدمات هم ډېر کم د اعتماد وړ اوسي (په تېره کلیوالو سیمو کې)، دغه راز انټرنټ ته لاسرسی ممکن لګښت هم ډېر زیات وغواړي. که څه هم ښوونځي او عامه کتابتونونه انټرنټ ته د لاسرسي یو بدیل ادرس کېدای شي، خو د ښار دننه ښوونځي بیا له انټرنټ سره په نښلېدو او د شاګردانو د شبکوي کمپیوټرونو له تناسب سره په یو ځای کېدو کې ډېر زیات وروسته پاتې دي. (د ۱۹۹۰ په منځینو وختونو کې Net Day لومړی ځل  دغه ستونزه را پورته کړه او بیا يې د دې ستونزې د اصلاح لپاره هلې ځلې وکړې.)

انټرنټ ته لاسرسی په تعلیم پورې هم تړاو لري. مثلاً هغه وګړي چې د لیسې زده کړې نه لري، ډېر احتمال شته چې د لیسې له فارغینو ډېر بې وزلي هم وي او همدا راز د دې احتمال هم ډېر کم دی چې په داسې دندو کې دې کار وکړي چې کمپیوټر ته د منظم لاسرسي غوښتنه کوي. د ابتدايي لوست او کیبورډ د مهارتونو فقدان هم په انلاین نړۍ کې د ګډون پر وړاندې یو خنډ کېدلی شي، دغه راز د پنځوس کلنۍ نه د ډېر عمر کسانو هم د دې احتمال ډېر ټیټ دی چې انلاین دې شي او ډېر امکان د دې دی چې هغوی خپل مسلکي ژوند په ناکمپیوټري شویو دندو کې تېر کړی وي او ممکن په دې اند وي چې دوی معاصره ټکنالوژي نه شي زده کولی.

ډېر احتمال شته چې په ښوونځیو او کتابتونونو کې انټرنټ ته د لاسرسي د زمینې په مساعدولو د ډیجیټل وېش د کمولو لپاره هدفي کوششونه د کامیابي پولو ته ځان ورسوي او پخپله نننی سوداګریز بازار هم په دې برخه کې پراخه ونډه اخیستلی شي، په دې چې اوسمهال په انټرنټ سمبال شخصي کمپیوټر چې یو ډایل- اپ کنکشن هم ولري، شاوخوا ۴۰۰ ډالره، او ورسره د نورو مصارفو میاشتنی لګښت ایله ۱۰ ډالره کېږي.

که غواړو چې راتلونکی نسل مو په بشپړ او مساوي ډول په انلاین نړۍ کې د ګډون جوګه وي، نو د لیسې په دوره کې د عامه پوهاوي او ورسره د تخنیکي مهارتونو په ښوونه کې وده او بهتري تر بل هر شي ډېر اړین دی.

اضافي لوستونه

1- Compaine, Benjamin M., ed. The Digital Divide: Facing a Crisis or Creating a Myth? Cambridge, Mass.: MIT Press, 2001.

2- Digital Divide Network. Available online. URL: http://www.digitaldivide.net/. Accessed July 9, 2007.

3- Norris, Pippa. Digital Divide: Civic Engagement, Information Poverty, and the Internet Worldwide. Cambridge, Mass.: Cambridge University Press, 2001.

4- Nulens, Gert. The Digital Divide in Developing Countries: Towards an Information Society in Africa. Brussels: VUB Brussels University Press, 2001.

5- Pew Internet & American Life Project. “Digital Divisions.” Available online. URL: http://www.pewinternet.org /pdfs/PIP_ Digital_Divisions_Oct_5_2005.pdf. Accessed July 9, 2007.

6- ———. “Home Broadband Adoption 2007.” Available online. URL: http://www.pewinternet.org/ pdfs/PIP_ Broadband % 202007.  pdf. Accessed July 9, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب