شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهروسیې په ترانس افغان پروژه کې ګډون ته تیاري وښوده

روسیې په ترانس افغان پروژه کې ګډون ته تیاري وښوده

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه) د روسیې د صدراعظم مرستیال الیکسي اورچوک اعلان وکړ چې د دغه هېواد چارواکي او طالبان د ترانس افغان ریللارې د جوړولو د پروژې په اړه خبرې کوي.

هغه د دغو خبرو د جزییاتو له وړاندې کولو پرته وویل، مسکو بايد په دې پروژه کې ګډون وکړي.

د ریا نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي په کازان کې د روسیې-اسلامي نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل چې د ترانس افغان ریل پټلۍ پروژه په ډېر تفصیل سره څېړل کېږي.

د ټرانس افغان ریللارې پروژه د افغانستان – پاکستان او ازبکستان تر منځ یوه درې اړخیزه پروژه ده چې د ازبکستان د ریل پټلۍ شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.

الیکسي اورچوک ټینګار وکړ چې روسیه لازمه وړیتا لري او له همدې کبله چمتو دی په ټرانس افغان پروژه کې برخه واخلي.

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف په کابل کې له  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د دې پروژې د عملي کار د پیلولو لپاره به په راتلونکو څو اوونیو کې ازبکستاني انجینیران افغانستان ته لاړ شي.

د تېرې مې په ۳ مه د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر یاسربېک چاري یف وايي چې ترانس افغان رېللاره به د ۲۰۲۷ تر پایه جوړه شي.

ده پر پانګوالو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

ضیایف وویل چې له بهرنیو شریکانو سره یې د چین، قرغیزستان- ازبکستان او د ازبکستان، افغانستان – پاکستان د ریللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ترانزیتي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي. پانګوال او نړیوال سازمانونه رابولي چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب