شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاوچا افغانان چې په اقلمي بدلون کې هیڅ رول نه لري، تر...

اوچا افغانان چې په اقلمي بدلون کې هیڅ رول نه لري، تر ټولو زیات زیان ویني

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم دفتر (OCHA) مشر اندریکا راټواټ (Indrika Ratwatte) وايي، سره له دې چې چاپېریال ته د مضرو ګازونو په تولید او خپرولو کې د افغانستان ونډه صفر ده، خو خلک یې د اقلیمي بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره مخامخ دي.

ده دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې سختو سېلونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د سرومال زیات زیانونه اړولي دي.

راټواټ په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي: ” اقلیمي بحران ویجاړوونکی اغېز پر افغانانو دوام لري حال دا چې دوی په اقلیمي بدلون کې هیڅ ونډه نه لري.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د غور ولایت په ځینو برخو کې ویجاړونکو سېلونو د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان مړه کړي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې د دغو طبیعي پېښو د قربانیانو کره شمېر په ډاګه نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

یونیسف زیاته کړه: “په افغانستان کې ماشومان ډیر ځوریږي. موږ له ټولو زیانمن شویو سره خواخوږي څرګندوو.” د غور ولایت په ځینو برخو کې د سېلونو له راوتلو څو ساعته وروسته د خوړو نړیوال پروګرام د سې شنبې په ورځ (د ثور ۲۹مه) وویل چې په دغه ولایت کې نویو سېلابونو لږ تر لږه ۲۵۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې د پلټنې ټیمونه موجود دي او د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې د غور سیل ځپلو ته مرستې ورسوي. دا سېلونه تر ډېره د غور ولايت په مرکز فيروزکوه او دولتيار، شهرک، تولک، دولينه، مرغاب، لعل او سرجنګل په ولسواليو کې راوتلي دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا په غور کې سیلونو تر ۵۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

1 COMMENT

  1. فاعتبروا یا اولی الابصار.
    حکومت او بیا تر حکومت لوړه او پاکه اداره ،د شیوخو اداره ،د رسول الله صلی الله علیه و سلم ریښتونی بیروان عملا دا باید ثابته کړی وای چي شیوخ او مدرسی یعنی تر ټولو ښه انسانان او بیا ښه خادمان.
    ولی مع الاسف نه د وړاندوینی په معنا څوک پوه شول او د احتمالی پیښو د ګواښ ساحه تشخیص شوه،نه لازمه آګاهی،نه د شیوخ کرام احساس او آمادګی او نه عملی خواخوږی!!!
    اوس پوه شوی چي علوم او تخصص په انسانی ژوند کی څومره رول لری ؟
    مسلمان نه ،منحیث انسان ، بشری روابط مهم دی که نه یا اولی الالباب؟
    په ټوپک او ښکرو که څه سمیدی نو روس او امریکا به سم کړی وو،ته خوارکۍ خو خپل ټوپک هم نلری.
    حکومت یا امارت د خلکو د خدمت لپاره وی؛په عمل کی نه موجبات رحمت الهی تر سترګو کیږی او نه عاقلانه چلند له ملت ،ګاونډی او بشریت سره.
    نه ددنیا شوی او نه د آخرت؛ نو ښه او د نجات لار دا ده چي کار د ملت اهل ته یی وسپارو،هرکاره توب دری کلنه تجربه او انحصار ،عاقل انسان ته له کافی هم ورتیره ده،ملت او دنیاوالو نه ایمانداری محسوسه کړه،نه علم او نه بشری اخلاق.
    نو څوک چي خپل کار نشی کولی بل ته به څه ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب