Homeخبرونهپه ۱۲ ولایتونو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه شوې

په ۱۲ ولایتونو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا به بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، میدان وردک، بامیان، سمنګان او غور ولایتونه د نسبتاً سختو بارانونو او سیلونو شاهد وي.

په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له 15 څخه تر 25 ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په همدې حال کې د نویو سیلابونو له امله په غور ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ تنه او په فاریاب کې ۶۶ تنه مړه شوي دي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې د سیلونو له کبله سلګونه کسان مړه او ټپیان شول.

دغو سېلونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...