شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ایران د ولسمشر د الوتکې لوېدو تازه جزییات

د ایران د ولسمشر د الوتکې لوېدو تازه جزییات

تاند (یک شنبه، د ثور ۳۰مه) د  ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د لوېدلې څرخکې په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي، چې رییسي ختیځ اذربایجان سیمې ته د یوې پروژې د پرانیستې او نندارې لپاره تللی و، چې د هوا د خرابوالي له امله د چورلکو له ډلې یوه چورلکه نسکوره شوې ده.

هغه نه دي ویلي، چې آیا دغه څرخکه کې خپله رییسي هم موجود و کنه؟

 سرچینې زیاته کړې، چې سیمې ته د هوا له لارې د مرستې رسول ممکن نه دي او د ځمکې له لارې امبولانسونه او روغتیایي ټیمونه استول شوي.

ځينو رسنیو په دې پېښه کې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړي.

ویل شوي چې له ولسمشر رییسي سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ملګری و.

1 COMMENT

  1. د انسان په مرګ خوشحالي ندي په کار ، خو دا رزیل انسان د ایران په جنترې کې چې دوې ورته تقویم وایې د فاطمه بنت محمد ص لور د مړینې ورځ له مړینې څخه شهادت ته تبدیله کړه. کیدې شي دا موضوع ځینو ته معلومه نه وي، د ایران افراطي اخندان چې د رسول ص له اهل بیت سره هیڅ تړاو نلري ادعا کوي چې، امیر المؤمنین عمر ابن الخطاب (الفاروق) د علی رض او حسن او حسین رض اجمعین په موجودیت کې فاطمه رض یې د دروازه او دیوال تر منځ تر فشار لاندې راوسته او په نتیجه کې فاطمه رض چې د علی رض اولاد یې په نس وو سقط یا ضایع کړ او په پایله کې فاطمه رض ژوند له لاسه ورکړ. نو دې رزیل په جنتري د مرګ له ورځي څخه شهادت ته اړولو معنی دا چې نعوذ بالله عمر رض دا قتل کړي.
    عجیبه خو دا دی چې، دا خلک علي او د هغه دوه زامن حسن او حسین رض اجمعین څخه بې غیرته او د خپل فاميل او ناموس په دفاع تورن کوئ. د اهل سنت او جماعت له نظره د روافضو عقیده کفری او له درواغو ډکو روایاتو په اصولو ولاړه دئ. د روافضو کتب اربعه کې ٤٤ زره احادیث له امامانو څخه روایت لري او په هغو کې حتی یو هم له فاطمه رض څخه ندئ روایت سوئ. که چیرته مردار سئ نو په ایران او سوریه کې د مظلومو مسلمانانو د وینو ځواب ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب