شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اکثره لوبغاړي ویست انډیز ته...

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اکثره لوبغاړي ویست انډیز ته ورسیدل

تاند (یکشنبه، د ثور ۳۰ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویسټ اینډیز ته ورسېدل.

ټاکل شوې چې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام د راتلونکي جون میاشتې په ۲یمه نېټه د امریکا په متحده ایالاتو او ویسټ انډیز کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د خبر له مخې، د لوبډلې اکثره لوبغاړي د کربین (سېنټ کېټس) او (نېوېس) ټاپو ته رسېدلې دي.

په خبر کې ویل شوي چې لوبډله به په دې ټاپو کې نړیوال جام ته د لا ښه چمتووالي لپاره لس ورځې تمرینونه وکړي.

د لوبډلمشر راشدخان په ګډون لا هم شااوخوا ۷ افغان لوبغاړي د هند په غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو کې لوبو ته دوام ورکوي، خو کرکټ بورډ وايي ډېر ژر به ټول لوبغاړي سره یوځای شي.

بل لورته لوبډلمشر راشدخان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته په خپل سفر کې ویلي دي، په دې شل اوریز نړیوال جام کې به یې د افغانستان لوبډله ښه ولوبیږي او هیوادوال به خوشاله کړي.

په نړیوال شل اوره جام کې به د افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۴مه نېټه له یوګاندا سره وکړي.

 د نړیوال جام تر رسمي لوبو وړاندې به افغانستان له عمان او سکاټلنډ سره تمریني مسابقې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب