شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهداعش د بامیان د تروریستي برید مسوولیت ومانه

داعش د بامیان د تروریستي برید مسوولیت ومانه

تاند (دوشنبه، د ثور ۳۱) د داعش ترهګرې ډلې، چې ځان ته اسلامي دولت وايي، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو او افغانانو د برید مسوولیت ومانه.

په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو په برید کې ۳ هسپانیايي سیلانیان او درې افغانان ووژل شول او څلور بهرنیان او درې افغانان ژوبل شول.

سکای نیوز نن راپور ورکړ چې داعش په خپل ټیلګرام کې د دې برید مسوولیت ومانه.

د هسپانیا د بهرنیو چار وزارت د جمعې په ورځ وویل چې درې اتباع یې په دې برید کې وژل شوي او لږترلږه یو بل ټپي شوی دی.

د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو ۴ تنه نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تراوسه پورې د نیول شویو کسانو د هویت او تړاو په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د تاسو په سایټ کې داسې خبرونه هم نشر شوي :
    ۱- د ټي ټي پي او داعش خلاف پر مبارزې د امریکا او پاکستان خبرې
    ۲- په افغانستان کې داعش ته د جلب و جذب د دوو پاکستاني مسوولانو اعترافات خپاره شول
    ۳- د ملا یعقوب ویاند: پاکستان د داعش ملاتړی دی
    دا چې څه موده مخکې پاکستان وویل چې په چینایی انجیرانو برید په افغانستان کې ترتیب شوي وو او د پورتنیو خبرونو له عنوانو څخه داسې معلومیږی چې دا برید داعش نه بلکه پاکستان کړی
    ترڅو نړیوال ته د افغانستان بد انځور وښایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب