شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهراپورونه ښيي چې احتمالاً د ایران ولسمشر د څرخکې د لوېدو په...

راپورونه ښيي چې احتمالاً د ایران ولسمشر د څرخکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی

تاند (دوشنبه، د ثور ۳۱ مه) د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي د خپل هیواد ولسمشر ته په هوايي پېښه ژوره خواشیني ښکاره کړه.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، خامنه يي ویلي: د دغو ټولو خدمتګارانو لپاره دعا وکړئ؛ د ایران ملت دې اندېښمن نه وي. د هیواد په چارو کې به هیڅ ستونزه پېښه نه شي.

ایراني رسنیو د خپل ولسمشر ابراهیم ريیسي پخوانی عکس خپور کړی و چې له څرخکې کښته کېږي.

اوس ایراني چارواکي وايي چې د رييسي د څرخکې د لوېدو له ځایه خبر نه دي او د شپې تیاره سبب شوې چې د پلټنې چارې یې ټکنۍ شي.

په همدې حال کې ایراني چارواکو د ريیسي لپاره د دعا غوښتنې کړي دي.

وروسته له دې چې تسنیم خبري اژانس د ريیسي پخوانی عکس د هغه د تازه عکس په نوم خپور کړ، اسراییلي رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د ولسمشر څرخکه لوېدلې او ريیسي غالباً وژل شوی دی.

له ريیسي سره په څرخکه کې د ایران د باندنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان هم سپور و.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د سپاه پاسدران د قوماندان په قول راپور وکړ چې د ولسمشر د څرخکې د لوېدو دقیق ځای پېژندل شوی دی.

د ختیځ اذریایجان د سپاه پاسداران قوماندان په دې اړه وویل:«د څرخکې او د هغې د یوه عمله د موبایل ټېلفون سیګنال د پېښې له ځایه ترلاسه شوی دی.»

ده زیاته کړه چې پولیس د دغه ځای لور ته، چې سیګنالونه ورڅخه ترلاسه شوي دي، روان شوي دي.

له پېښې وروسته ترکیې ایران ته د پلتنې وسایل ولېږل او روسیې، قطر او سعودي عربستان د مرستې وړاندیزونه وکړل.

خو د ایران حکومت له اروپايي اتحادیې د مرستې غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر په څه ډول څرخکه کې سپور و؟

د ایران د ولسمشر او باندنیو چارو وزیر د سپرلۍ څرخکه په اویایمه لسیزه کې د امریکا په ټکساس کې جوړه شوې وه.

له دې هیلي کوپټر څخه د مرستو رسولو، اور وژنې او ترانسپورت په برخو کې کار اخیستل کېږي.

دا څرخکه دوه ماشینونه لري او ۱۵ تنه سپرلي او څه باندې ۲ ټنه بار وړلی شي.

دا څرخکه په ساعت کې ۲۲۰ کیلومتره مزل کوي او ۵ کیلومتره لوړېږي.

1 COMMENT

  1. د ایران د امنیت شورا د پخواني مشر او د سمندري ځواکونو جنرال علي شمخاني د وراره د نیولو په اړه معلومات په ډاګه شوي.

    په موعود شمخاني تور دی چې شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالره دولتي بودجه یې اختلاس کړې ده. د ایران د قوانینو پر بنست په دې تور شخص په دار ځړول کېږي.

    علي شمخاني هغه څوک دی چې د چین په منځګړیتوب د سعودي او ایران په پخلاینه کې یې مهم رول درلود او د ایران د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید ګڼل کېده.

    خو علي خامنه يي د سیاست او قدرت په جګړه کې هغه ته ماتې ورکړه او د هغه د وراره په نیولو سره به د عمر تر پایه له سیاست څخه لري پاتې کېږي.

    د ٢٠٢٢ کال په نومبر کې اټکل کېده چې د ایران د امنیت شورا مشر شمخاني به د ایران د مذهبي مشر له سترګو لویږي او یوه ورځ به په کور کېنول کېږي.

    د ایران په دفاع وزارت کې د هغه یو پخوانی مرستیال د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د انګلستان لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شو، له هغه مهاله څرګنده شوه چې وضعیت خورا جدي دی.

    د یوه ځواکمن جنرال د وراره د نیول کیدو کیسه له دې زاويې هم مهمه ده چې په دغه هیواد کې د آیت الله ګانو او لوړپوړو پوځي منصبدارانو تر منځ د کشمکش شتون څرګندیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب