شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهسېلابونو دا ځل فاریاب کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سېلابونو دا ځل فاریاب کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (یک شنبه، د ثور ۳۰مه) په افغانستان کې د مرګونو ورښتونو او سېلابونو په دوام، دا ځل شمالي ولایت فاریاب کې سېلابونو ۱۸ تنه مړه او ۲ نور ټپيان کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغو سېلابونو په پښتونکوټ، المار،قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت اباد ولسوالیو کې خلکو ته دا مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي.

پرون په غور ولایت کې د سېلابونو له امله د څه باندې ۵۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

تر هغې مخکې، په بغلان ولایت کې درنو سېلابونو تر درې نیمو سوو کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي وو.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍ د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له تر ټولو زیان ګالونکو هېوادونو ګڼل شوی.

د طبیعي پېښو زیانمن افغانان د مرستو له نه رسېدو شکایت لري، خو طالب چارواکي وایي تر خپله وسه یې د دوی لاسنیوی کړی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب