Homeخبرونهشپږیزه؛ ۲ پاکستاني لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شوي

شپږیزه؛ ۲ پاکستاني لوبغاړي خپل هېواد ته ستانه شوي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چې د دغه هېواد دوه کرکټ لوبغاړي افتخار احمد او میر حمزه په کابل کې پر شپږيزې کرکټ سياليو د اوړمې ورځې له چاودنې وروسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار په زړه کې پر شپږیزې کرکټ سياليو چاودنه وشوه، چې طالب چارواکو پکې د ۲ تنو وژل کيدل تاييد کړل.

د‌ ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په دې چاودنه کې د ۱۹ تنو د وژل کیدو او یو شمېر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ بيا له نړیوالو سازمانونو او دیپلوماتیکو مراجعو وغوښتل، چې د امنيتي پېښو په اړه د تبلیغاتو ښکار نه شي او د دوی پر معلوماتو باور وکړي.

د يادې پېښې څو عیني شاهدانو تاند ته ویلي وو، چې د پېښې په ځای کې ېې تر لسو ډېر جسدونه لیدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...