یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په افغانستان کي د امریکا جګړه/ عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د امریکا جګړه/ عبدالباري جهاني

 ( دوهمه برخه)

په افغانستان کي د امریکا د ستونزو، په جګړو کي د راګیرېدلو، شکستونو او بالاخره بشپړي ماتي او له افغانستان څخه د وتلو یا ایستل کېدلو یو مهم علت د هغوی هغه بېځایه غرور وو چي د طالبانو په مقابل کي یې وښود. « طالبانو د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کي له کرزي څخه د مذاکراتو او روغي جوړي غوښتنه وکړه. د امریکا د دفاع وزیر رمز فیلډ د هغوی پېشنهاد رد کړ او د هغوی د بشپړ تسلیمېدلو غوښتنه یې وکړه.  طالبانو د۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کال په منځ کي یو ځل بیا کرزي ته د خپلو مهمو مشرانو پرلاس د سولي او خبرو پېشنهاد وکړ چي ښايی د ملامحمدعمر په اجازه او یا د هغه له اجازې پرته به یې اقدام کړی وي خو نتیجه یې ورنه کړه. دغه راز د طالبانو پخواني خارجه وزیر وکیل احمد متوکل هم له امریکایانو سره تماس ټینګ کړ خو هغوی ځکه بندي کړ چي د امریکا د جمهورریس مرستیال ډیک چیني وویل چي په طالبانو کي ښه سړی نسته. امریکایانو متوکل د بګرام بندیخانې ته واستاوه.

د طالبانو عالی رتبه مشرانو دغه راز په ملګرو ملتونو کي د طالبانو د پخواني سفیر عبدالحکیم مجاهد سره، چي له طالبانو سره یې اړیکي شلولي وې، وکتل او هغه ته یې وویل چي دوی سوله غواړي. مجاهد د دوی پیغام کرزي ته ورساوه. د طالبانو د عدلیې پخواني وزیر نورالدین ترابي هم د یوه هیات په مشری د کندهار له والي ګل آغا سره تماس ټینګ کړ. ګل آغا، له دې ویری چي امریکایان به یې بندیان کړي، له ترابي څخه وغوښتل چي پاکستان ته وګرځي.

په ۲۰۰۲ کال کي، د اضطراري لويی جرګې څخه مخکي، د ملا عمر پخواني سلاکار طیب آغا کرزي ته لیک واستاوه. منابع وايي چي د دغه لیک متن پخپله ملاعمر ورته ویلی وو. په دغه لیک کي راغلي وه چي طالبانو ته دي په نوي حکومت کي برخه ورکړه سي. کرزي غوښتل چي له دغه فرصت څخه ګټه واخلي. خلیل زاد او نورو امریکایی مقاماتو پر دې موضوع باندي له سره بحث ونه کړ او وروسته یې وویل چي دا لیک یې نه دی لیدلی. یقینی منابع وایی چي بوش پخپله خلیل زاد ته ویلي وه چي منفي جواب ورکړي.

کرزی په دې عقیده وو چي فرصتونه له لاسه ورکوي. هغه په ۲۰۰۱ کال کي په شاه ولي کوټ کي هم له طالبانو سره خبرو ته حاضر وو خو د امریکا مقاماتو اجازه نه وه ورکړې. هغه غوښتل چي طالبان د بن په کنفرانس کي برخه ولري خو څرنګه چي د امریکا حکومت نه غوښتل دی هم مجبور وو چي د هغوی فیصلې ته غاړه کښیږدي. دا د کرزي د قدرت لومړۍ شپې ورځي وې او هغه په وضع چنداني باوري نه وو خو پنځه کاله وروسته همدغه کرزي د امریکایانو هري فیصلې ته غاړه نه ایښودله.» ص ص ۱۵۴-۵۵

ملکازیان لیکي چي د بوش حکومت په دې عقیده وو چي طالبان مات سوي دي او له هغوی سره مذاکراتو ته ضرورت نسته. دی او د ده حکومت په دې عقیده وو چي د هغوی د ځپلو لپاره حتی پوځ ته هم اړتیا نسته. خلیلزاد هم د سولي له خبرو سره مخالف وو. کرزي له هغه څخه څو ځله وغوښتل چي له طالبانو سره د خبرو کولو زمینه برابره کړي خو د ده غوښتنو هیڅ ګټه ونه کړه.

په افغانستان کي د امریکا جګړه/ عبدالباري جهاني

د طالبانو مشرانو، په ۲۰۰۲ کال کي په کراچي کي په یوه غونډه کي، چي ښايی د ملا عمر منظوري به هم ورسره وه، یو ځل بیا موافقه وکړه چي له حکومت سره د سولي کولو تلاښ وکړي او له حکومت څخه وغواړي چي په سیاسي جریان کي ونډه ورکړي. په دې وخت کي د طالبانو ځینو مهمو غړو ورانکاري وکړه او طالبان یوې موافقې ته ونه رسېدل. ملکازیان وايی چي توندرو طالبانو، چي د سولي سره مخالف ول، په فیصله کي ورانی وکړ مګر د طالبانو یوه مشر، چي په دغو خبرو کی یې برخه درلوده، هغه ته ویلي دي چي وروسته ځینو لاسونو کار وکړ او په کشرانو طالبانو کي یې داسی تبلیغ وکړ چي دوی اصلي طالبان نه دي او اصلي طالبان باید په هیڅ صورت له حکومت سره په سیاسي جریان کي برخه وانه خلي. ص ۱۵۶

زه په یقین سره ویلای سم چي دا پټ لاسونه به د پاکستان وه. د طالبانو تقریباً ټولو مشرانو د پاکستان په خاوره کي ژوند کاوه؛ هغوی په هیڅ صورت د پاکستان له پالیسی سره څرګند مخالفت نه سو کولای ځکه چي هغوی هر وخت امریکایانو ته تسلیمولای سوای.

ملکازیان لیکي چي طالبانو په ۲۰۰۳ کال کي د جنګ لپاره تیاری پیل کړ او حتی په هغه وخت کي یې هم کرزي ته هیاتونه ولېږل. دا چي دا هیاتونه د ملاعمر په اجازه وه او کنه او له کرزي سره یې څه وویل یوازي کرزی او د طالبانو مشران خبر دي. ملکازیان لیکي چي کله کرزي په ۲۰۰۴ کال کي د طالبانو سره د سولي د خبرو طرح وړاندي کړه د بوش حکومت هغه ته وویل چي د طالبانو له لویو مشرانو سره د سولي خبري بندي کړي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ۳۱ طالبانو نومونه په تورلیست کي اعلان کړل او ځیني منابع خو لا وايی چي په هغه لیست کي څه باندي ۸۰ تنه شامل ول. د افغانستان حکومت په تور لیست کي له شاملو کسانو سره له خبرو کولو څخه منع کړه سو. په دې تور لیست کي د شاملو کسانو د نیول کېدلو او وژل کېدلو حکم سوی وو او نور نو کرزي نه سوای کولای چي له هغوی سره خبري وکړي. ص ۱۵۷

ملکازیان لیکي چي طالبانو په ۲۰۰۵ کال کي خپلو حملو ته زور ورکړ او په دې توګه د جنګ د بیرته پیل کېدلو د مخنیوي لپاره یو ښه فرصت له لاسه ووت. د بوش حکومت له یوې خوا له طالبانو سره د روغي د خبرو کول بند کړل او له بلي خوایې د افغان پوځ د جوړولو خواته ځکه توجه ونه کړه چي  د  دوی په عقیده هغه یو مات سوی قوت وو. خلیلزاد وروسته پر دې خبري اعتراف وکړ چي متحده ایالاتو د طالبانو پر جنګي روحیه او د مقاومت پر قوت باندي حساب نه وو کړی. ملکازیان وايی امریکا یوازي د طالبانو قوت ته په کمه سترګه ونه کتل بلکه د خیال پلو په دنیا کي یې ژوند کاوه. دوی په سترګو لیدل او اطلاعات ورته راتلل چي د طالبانو مشران آزاد ګرځي، د افغانستان په مختلفو برخو کی یې حملې پیل کړي دي او په پاکستان کي د روزني کمپونه لری او د طالبانو بیرته را پورته کېدل یو ریښتونی احتمال دی مګر دوی د پیل په غوږ کي ویده ول. ملکازیان لیکي چي د سولي له خبرو څخه د مات سوي دښمن بې برخي کول او بیا نو د هغوی په مقابل کي د  یوه منظم پوځ د جوړولو خواته توجه نه کول ډېره څرګنده بې احتیاطي ده.

ملکازیان لیکي چي د بوش د حکومت دغو اشتباهاتو بد نتایج ورکړل. کله چي یو ځل پالیسی جوړي سي او د هغو پالیسیو په اساس عملي اقدامات وسي بیا نو د هغو پالیسیو تغییرول ډېر ګران کار وي. کله چي تشدد او جګړې پیل سوې بیا نو دریځونه هم سخت سي او نور نو ګرانه وي چي بیرته د سولي د خبرو لپاره محیط ایجاد سي او د سولي موسسات فعال کړه سي. هغه کارونه چي مخکي کېدلای سوای هغه نور نه سوای کېدلای. د سولي او جنګ قواوي پر حرکت راسي او فرصتونه کم سي. ص ۱۵۸

    پاته لري

1 COMMENT

  1. عبدالباری جهانی نسـي کولای چې ووائـي ولې په قصدي توگه دومره غټه بې اعتنائـي وسوه؟

    ډیرې ستراتیژیکې موخې په سیمه کې د نویو پرتو او حٔائـي قدرتونو چې زمونږ په گاونډ کې پراته دي لا نه وې ترلاسه سوې، ډیری د دوی پدې خبره پوهیدل چې افغانان د سلو کلونو د پاره چې هم سـي د بهرنـي وسلوال پوحٔـي حٔواکونو په مقابل کې جگړه کوي نو حٔکه لومړی دوی یو لاس سول او بیا یې د جگړې د میدان د تود ساتلو د پاره دا شل کاله هریوه په خپله برخه کې او خپلو؟گټو د پاره د حکومت ضد مخالفو ډلو پوره، پوره ملاتړ وکه.

    د ناټو سره چې کومې ډلـو کار کاوه د تعصب له مخې یې دوی داسې تیر ویستل چې هرگام یې د یوې نوې تیر وتنې پیل وه چې پایلې یې ناټو ته ډیرې درنې پریوتلې او همهغه شان وشول.

    د هر اړخ په جگړه کې خپلې گټې وې او دا گټې یواحٔې او یواحٔې هغه وخت گام په گام ترلاسه کیدای شوې چې د ملت په منحٔکې چې د هر راز تعصب او تبعیض اچونې هحُّې وي پرینښودل سـي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب