یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نجونو شته ښوونځي تړل شوي؛ ط-ان: کوچيانو ته ګرځنده ښوونځي جوړيږي

د نجونو شته ښوونځي تړل شوي؛ ط-ان: کوچيانو ته ګرځنده ښوونځي جوړيږي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کوچیانو ته د ګرځنده ښوونځیو د جوړولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې د کوچيانو چارو سمون رياست د يونيسف مرستندويه ادارې سره يوې هوکړې ته رسيدلی چې له مخې به یې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کوچي ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځي جوړ کړي.

د سرچینې په خبره دغه ګرځنده ښوونځي به له کوچي ماشومانو سره د ښوونیز بهير په جاري ساتلو کي ډېره مرسته وکړي.

ياد شوي وزات په دې اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغه راپور له خپرولو سره په خپله تبصره کې لیکلي:«دا په داسې حال کې ده چې د افغان کوچیانو د ګرځنده ښوونځیو او امکاناتو د نشتون له کبله د زده کړو له حق څخه لرې او محروم پاتي شوي دي.»

د طالبانو لخوا کنټرول کېدونکې دغې رسنۍ په داسې مهال دا تبصره کړې، چې د افغانستان سلګونه زره نجونې د طالبانو د ممانعت له کبله له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو له حقه محرومې دي.

1 COMMENT

  1. د طالب جهالت او نا پوهی به دا ځلی افغانسنتان یو ځل بیا دړې وړې کړی. دا څومره بی ضمیره خلک دی پوهنتون ته ستری نجونی ځی ممانعت پری نشته. اصلی خبره داده چی امیر المومنین امر کړی ده ښځه غی د داسی امیرالمومنین چی درک یی نشته اصل کی وجود نلری چیری مردار شوی دوی یی اعلان ځکه نشی کوالی چی دوی په څو برخو ویشل شوی طالبان دی بیا به هره پارټی وایی چی امیر المومنین دی زمونږه له طرفه وی. نو ښه دا ده چی د امیر المومنین مړینه پټه وساتل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب