یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط- انو د بهرنيو چارو وزير دی وې قول اردو لیدو...

د ط- انو د بهرنيو چارو وزير دی وې قول اردو لیدو ته لاړ

تاند( يکشنبه، د اسد ۹ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په داسې حال کې، چې سیاسي مرستیال یې شېر محمد عباس ستانکزي د دوی دیپلوماتیکه دستګاه د طالبانو د په رسميت پيژندلو د هڅو په برخه کې ناکامه ګڼلې، په بلخ کې د طالبانو له الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، ملا متقي له ازبکستان څخه د ستنیدو پر وخت بلخ کې طالب چارواکو او جنګیالیو سره ېې لیدلي.

 متقي په دې لیدنه کې د طالبانو ځواکونه ستایلي او ترې غوښتي، چې د « اسلامي نظام» د خدمت لپاره خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د طالبانو مشران په وروستيو کې په پرله پسې ډول خپلو جنګیاليو ته د مورال ورکولو لپاره د دوی لیکو ته ورځي او ورته څرګندونې ورته کوي.

له دې سره، پر طالب چارواکو نیوکه ده، چې د حکومتولۍ سلسله مراتب او د کاري برخو او مسووليتونو په جلا والي نه پوهیږي.

2 COMMENTS

  1. پخوانیو خلکو رښتیا ویلي دي : چې ترکاڼي د بیزو کار ندي .
    خرکاري هم هنرې دارد.
    ملامتقي او ملا عباس باید د خپل سفر ګزارش طالب جنګیالیو ته نه ، بلکې ملا حسن ، کابینې او د باندینیو چارو وزارت منسوبینو ته ورکړي.
    دوی به د افغانستان په نمایندګي ، نړیوالو ته هم داسې لګیاوي .

  2. لکل فن رجال
    د هر کار يا مسلک لپاره خپل کسان وي.
    دوی خو د نورو پر مفتو فتواو اتکاء واعتماد وو، خو اوس به ورته پته لګېدلې وي چې حکومت پوهې او اړونده مسلکي زده کړو ته اړتيا لري. ملا وطالب خپل څای لري او دا نور خپل څای. د نورو په لمسون دوی ته ولسمشر غني د خدای پيدا نه ښکارېده او د نورو پر وړيا فتواو يې شخوند وهلو. ان تر دې چې عمرانخان هم له ځانه مفتي جوړ کړی وو او دوی ته به يې د جهاد لپاره فتواوې ورکولې.
    که څوک جهاد کوي، نو افغانستان ته دې ولاړ شي.
    ولسمشر اشرف غني خو له عمرانخانه په ميليونونو شرف لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب