یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امريکا شارژدافیر: افغانستان سره مو تېر کال ۷۷۵ میلیونه ډالره مرسته...

د امريکا شارژدافیر: افغانستان سره مو تېر کال ۷۷۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیر يان مک کیري، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته ېې له قطر هېواد څخه خپله دنده مخته وړله، اعلان وکړ، چې روانه اونۍ یې دغه دنده پای ته رسیږي.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ویلي:«‏په دې اونۍ کې زه د افغانستان لپاره د امریکا د شارزدافیر په توګه خپل ماموریت بشپړوم، هغه چې ما د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې را په دیخوا له دوحې څخه مخ ته وړ. موږ د قطر د حکومت چې زموږ ستراتیژیک ملګرې دی، د دوي د مهربانۍ او ملاتړ څخه مننه کوو.»

د امریکا دغه دیپلومات زياتوي:«‏زه خوښ یم چې په تیر کال کې مو وکولای شول چې په هیواد کې دننه او بهر له ډیرو افغانانو سره همکاري وکړو، خو د هغو ننګونو له امله چې لا هم په افغانستان کې ورسره مخ یو، عاجز یم.»

نوموړي په افغانستان کې د نظام له سقوط څخه وروسته د بشري وضعيت او د خپل هېواد د هڅو يادونه هم کړې او ویلي:« ‏سربیره پردې ، موږ د ملګرو ملتونو او خپلو نړیوالو شریکانو سره د بشري مرستو همغږي کولو ته دوام ورکړ. امریکا له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویه هڅو تر ټولو لوی تمویلونکی هیواد دی. د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست له ۱۵ نیټې راهیسي، موږ د ۷۷۵ میلیون ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې چمتو کړي دي.»

امريکايي شارژدافیر د خپلو راتلونکو هڅو خبر هم ورکړی او لیکلي یې دي:«‏موږ د افغانستان د اقتصادي ثبات سره د مرستې په پار له شریکانو سره له نږدې کار ته دوام ورکوو. د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان خلکو ته د اقتصادي راکړه ورکړو او حیاتي مرستو د بهیر د اسانتیا لپاره څو عمومي جوازونه صادر کړي دي.»

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې پر کړنو د دغه امريکايي ديپلومات په ټویټونو کې نیوکې شوي او ويل شوي دي:«‏موږ د طالبانو د دوامدار دریځ له امله چې نجونو ته یې ثانوي ښوونځیو ته د لاسرسي او د ستنیدو اجازه نه ورکوي، او د معتبرو راپورونو پر بنسټ د بشري حقونو سرغړونې کوي، د رسنیو د آزادۍ خرابیدل او د ښځو پر حقونو د نه منلو وړ محدودیتونو لګولو له امله ، په ژوره توګه خواشینی یو.»

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی به خپل کار ته ادامه ورکوي،څو طالبان د خپلو ژمنو په وړاندي ځوابویونکي پاتې شي.

د امریکا پخوانی شارژدافیر زياتوي، چې افغانستان نه باید بیا د القاعدې او د داعش د خراسان څانګې په ګدون د ترهګرو په خوندي ځالې بدل شي.

هغه زياتوي:«‏زه د نړیوالو شریکانو او ورته نظر لرونکي ټولنې ملاتړ څخه مننه کوم. موږ ټولو په ګډه یو واضح پیغام استولی دی: که طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د منل کیدو هیله لري، نو باید د ټولو افغانانو نظریاتو ته غوږ ونیسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.»

مک کيري په دغو ټویټونو کې د خپلې ځای ناستې ‏د ګومارل کیدو خبر هم ورکړی او لیکلي یې دي:«د کرن ډیکر تر مشرۍ لاندې چې زما ځای ناستې ده، د افغانستان له خلکو سره زموږ په ژمنتیا کې کموالې نه راځي. کرن له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان یوه ملګرې ده او هغه به د متحده ایالاتو د ګټو د ساتنې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره نه ستړي کیدونکي او اغیزمن کار وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب