یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پاکستان کې مالي بحران: مخابراتي شرکتونو ډیجیټل بیړنی حالت اعلان کړ

په پاکستان کې مالي بحران: مخابراتي شرکتونو ډیجیټل بیړنی حالت اعلان کړ

تاند(دوشنبه، د اسد ۱۰ مه) د سټارټ آپ پاکستاني وېب سایټ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ د جولای ۳۱مه) لیکلي چې په پاکستان کې د اقتصادي بحران له امله په دغه هېواد کې فعال مخابراتي شرکتونه څه ۲۸۷ میلیونه ډالر تاوان کوي.

له دې امله، مخابراتي شرکتونو په دغه هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.‌

سټارټ آپ وېب سایټ لیکلي، داسې فکر کېده چې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو کاروبار یو ګټور کار وو لاکن اوس دغه کار مخ پر ځوړي روان دی.‌

شرکتونه وایي چې هغوی له سختو ستونزو سره مخامخ دي او اوس په دې فکر کې دي چې آیا ځانونه به وژغورلی شي که نه.

د پاکستان د دوو مخابراتي شرکتونو چارواکي وایي، «د مخابراتي خدمتونو مدیریه اداره به هغوی ته اجازه ور نه کړي چې خپل قېمتونه لوړ کړي. له دې امله، د هغوی کاروبار د سقوط په لوري روان دی.»

په پاکستان کې د سیاسي ناکرارۍ او د اداري فساد په نتیجه کې مالي بحران زور اخیستی او د دغه هېواد کرنسي په څلورو میاشتو کې دننه د ډالر پر وړاندې نژدې ۶۰ روپۍ لوېدلې ده.

د پاکستان داخلي او خارجي پورونه په لاندې ډول دي

نړیوال + اسیایي بانک + فارس کلب = 129 ملیارده ډالره
خلیجي هېوادونه = 20 ملیارده ډالره
چین = 36 ملیارده ډالره
داخلي پورونه = 170 ملیارده ډالره

د پاکستان ټول داخلي او خارجي پورونه 355 ملیارده ډالره دي او په دې کې به هرکال د 26 میلیاره ډالرو اضافه کیږي، په دې حساب سره هر پا. کستا. نی د 389000 روپۍ پوروړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب