ترجمه، تلخیص او څېړنه
تېرکال، له امریکا سره د طالبانو د وروستیو څه باندي نولس کلنو جنګونو په باب، یوه امریکایی لیکوال کارترملکازیان Carter Malkazian، چي هم یې په افغانستان کي ډېر کلونه تېر کړي او پښتو ژبه یې هم زده کړې او هم یې په افغانستان کي د امریکایی قواو د قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ General Joseph Dunford د سلاکار په حیث وظیفه اجرا کړې او هم یې د طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د سولي په ورستیو خبرو کي مستقیمه برخه درلودلې ده په افغانستان کي د امریکا جګړه The American War in Afghanistan په نوم کتاب ولیکی او د اکسفورډ پوهنتون ورته چاپ کړ. که څه هم چي، په دې وروستیو شلو کلونو کي، د افغانستان د وروستیو شل کلنو جګړو او تباهیو په باره کي تر دوه سوه زیات کتابونه لیکل سوي دي خو دا وروستی کتاب، د طالبانو د بیرته عروج او د هغوی د حملو په مقابل کي د امریکا او افغانستان د حکومت د ناکامیو په باره کي، یوه سلسله داسي په زړه پوري مطالب لري چي ما یې تر لوستونکو پوري رسول ضروری وبلل. ماته د دې کتاب لوستلو ځکه خوند راکړ چي لیکوال امریکایی دی خو د پیښو په باره کي یې قضاوت تر ډېره ځایه سالم او بېطرفانه دی. دا کتاب له انډیکس او ریفرنسونو څخه پرته په ۶۹۶ مخه کي لیکل سوی دی. لیکوال د خپل هر پراګراف او حتی هري جملې معتبر مأخذ ورکوي او یا خپل د سترګو لیدلی او یا اورېدلی حال لیکي. په دې کتاب کي ډېر داسي څه سته چي سړی یې ناویلي رازونه بللای سي او په لوستلو او غور کولو ارزي؛ ځکه مي د ځینو برخو ترجمه او تلخیص لازم وبلل. په دې تقریباً شل کلن جنګ کي د یوې شرافتمندانه سولي د ترلاسه کېدلو او بېځایه تلفاتو او تباهیو د مخنیوي لپاره ډېر زیات فرصتونه له لاسه وتلي دي او قرباني یې زیاتره د افغانستان بېوزلو اولسونو ورکړې ده. ملکازیان کوښښ کړی دی چي تر وسه وسه پوري داسي واقعیتونه ولیکي چي له یوه امریکايی لیکوال څخه په هیڅ توګه تر دې زیات انتظار ایستل کېدلای نه سي.
کله چي سړی د نړۍ د ترټولو لوی پوځې طاقت امریکا او ناټو په مقابل کي د یوه نېسمتن او کمزوري هیواد د یوې ډلي طالبانو شل کلن مقاومت او په پای کي د ناټو ماته ویني نو حیران پاتیږي. آیا دا ممکنه ده چي د دومره کمزوري هیواد وګړي دي د نړۍ دونه لوی طاقت ته ماته ورکړي. لیکوال کارتر ملکازیان همدغه موضوع ګام په ګام تعقیب کړې ده؛ او دا هغه څه دي چي، د دغي موضوع په ارتباط، په نورو لیکل سویو کتابونو کي چنداني نه لیده کیږي. سوال دا دی چي که افغانستان امریکایانو ته ستراتیژیک اهمیت درلود نو دا اهمیت خو اوس هم لري؛ بیا نو امریکایان ولي په دومره رسوايی ووتل؟ که د افغانستان تر مځکي لاندي ذخایرو د ټریلیونونو ډالرو ارزښت درلود نو امریکایانو او ناټو خو په دې څه کم شلو کلونو کي له هغو منابعو څخه هیڅ ګټه وانه خیستله. که سوال د سپتمبر د یوولسمي د پیښي په بدل کي له افغانانو څخه د کسات اخیستل او هغوی ته د سزا ورکول وه نو دا کار خو د طالبانو له سقوط او زرګونو کسانو د وژل کېدلو سره وسو، نو بیا شل کاله جګړې او دونه ځاني او مالي تلفاتو ته اړتیا څه وه؟
بالاخره داسي معلومیږي چي امریکایانو ته افغانستان، لکه د پخوا په څېر، هیڅ ډول اهمیت نه درلود او حتی جمهورریس حامدکرزي ته یې، چي دوی پخپله ټاکلی او انتخاب کړی وو، په سپکه سترګه کتل. د امریکا جمهورریس بارک اوباما او د هغه مرستیال جو بایډن د کرزي پر دې پېشنهادونو باندي چي که د ټروریزم مخه نیسی پر پاکستان باندي فشار واچوی ځکه چي طالبان په هغه هیواد کي روزل کیږي او تقویه کیږي هیڅ غوږ ونه نیوی. د ۲۰۰۹ کال د جنوري په میاشت کي چي د جمهورریس مرستیال بایډن کابل ته تللی او په یوه ماښامنۍ کي یې له کرزي سره برخه اخیستې وه د جمهورریس کرزي دې غوښتني ته چي پر پاکستان باندي فشار واچوي په ډېره غوسه او لوړ آواز جواب ورکړ او ورته وې ویل چي موږ ته پاکستان تر تاسي پنځوس چنده زیات اهمیت لري. ص ۳۳۵
دا چي جمهورریس کرزي به د بایډن له دې ستغ جواب څخه د څومره سپکاوي او توهین احساس کړی وي تصور یې ګران نه دی. په مقابل کي جمهورریس بارک اوباما او د هغه حکومت پاکستان ته خپلي مالي مرستي ورځ په ورځ زیاتولې ځکه چي هغه هیواد یې د ټروریزم په مقابل جګړه کي خپل ملګری باله او غوښتل یې چي پاکستان د امریکا له مالي مرستو څخه د القاعده! (چي په حقیقت کي یې ټولو مشرانو په پاکستان کي ژوندکاوه) او دغه راز د پاکستانی طالبانو په ځپلو کي کار ورڅخه واخلي. هغه مخ
لیکوال د خپل کتاب په مقدمه کي لیکي: « امریکایانو او افغانانو په افغانستان کي د یوه بل په مقابل کي او د یوه بل سره اوږه پر اوږه څه باندي نولس کاله جګړه وکړه. تر ۲۰۲۱ کال پوري څلورو جمهور رییسانوـ جورج بوش، بارک اوباما، ډانلډ ټرمپ او جو بایډن برخه پکښی واخیسته. پنځه لسو امریکایی جنرالانو د دې جنګ قومانداني وکړه، د متحده ایالاتو په سل هاوو زرو عسکرو او ډیپلوماټانو برخه پکښي واخیسته. په زرهاوو ووژل سول او په زرهاوو زخمیان سول. د سپټمبر د یوولسمي له حملو څخه وروسته، ډیرو امریکایانو دا ښه جنګ باله او د امریکا مداخله یې عادلانه بلله. په وروستیو کلونو کي چا هغه ته ښه جګړه نه ویله بلکه ویل یې چي دا جنګ هسي بېځایه اوږد سو او بې هدفه دی»
ملکازیان په دې عقیده دی چي امریکا له لومړي سره له ډېر زیات غرور څخه کار واخیستی. که یې طالبان د بن په کنفرانس کي ورسره شامل کړي وای او یا یې وروسته د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د سولي او مذاکراتو د پیل کېدلو پر پېشنهادونو باندي غوږ نیولی وای ښايی وروستی فاجعې منځته نه وای راغلي. خو د امریکا د دفاع وزیر ډانلډ رمز فیلډ په دې عقیده وو چي طالبان باید له منځه یوړل سي او په دوی کي ښه او بد طالب وجود نه لري. ص ۱۱۹
داسي ښکاري چي ډانلډ رمز فیلډ افغانستان خوړلې مړۍ ګڼله او فکر یې کاوه چي د طالبانو د نظام له نسکورېدلو سره نور هر څه پر لار دي. او کله چي په دې خبر سو چي په کابل کي د امریکا سفیر جیمزډوبینز James Dobbins ژمنه کړې ده چي امریکا به د افغانستان لپاره د پوځ د جوړولو شل فیصده لګښت پر غاړه اخلي نو ډېر سخت عصبي سو او وې ویل چي متحده ایالاتو د افغانستان د آزادولو او امنیت د قایمولو لپاره په بیلیونونو ډالر لګولي دي نور نه سي کولای چي د پوځ د روزلو لګښت یې هم پر غاړه واخلي. ده وویل چي هیڅ دلیل نسته چي امریکا د افغانستان د پوځ لګښت پر غاړه واخلي بلکه امریکا باید یو ډالر هم ونه لګوي. که څه هم چي لوی درستیز کولین پاول استدلال کاوه چي افغانستان د تجزیه کېدلو د مخنیوي لپاره پوځ او پولیسو ته اړتیا لري مګر رمز فیلډ د هیچا خبره نه منله. رمزفیلډ پر خپلي دې خبري ټینګ ولاړ وو چي د دښمنانو سره د مقابلې لپاره د شمال د جنګ سالارانو پر قوت باندي تکیه وسي او امریکا خپله ټوله توجه د القاعده او د طالبانو د پاته سویو کسانو له منځه وړلو ته متوجه کړي. ده حتی نه غوښتل چي د افغانستان پوځ ته وسلې او مهمات هم ورکړي بلکه ویل یې چي د افغانستان پوځ باید د موجودو زړو وسلو څخه کار واخلي. کله چي کرزي په ۲۰۰۲ کال کي له رمز فیلډ څخه وغوښتل چي د جنګ سالارانو څخه د وسلو په اخیستلو کي مرسته ورسره وکړي ده په زغرده جواب ورکړ چي جنګ سالاران زموږ ملګري دي او موږ له خپلو ملګرو سره مقابله نه کوو. ص ۱۴۱
د افغانستان د چارو لپاره نوي ټاکل سوي جنرال کارل ایکنبري Karl Eikenberry او خلیلزاد دواړو د افغانستان لپاره د یوه منظم پوځ د جوړېدلو او د جنګ سالارانو د بې وسلو کولو لپاره استدلال کاوه. خلیلزاد خو د ۱۲۰زره کسیز منظم پوځ غوښتنه کوله خو رمز فیلډ ویل چي افغانستان تر ۵۰ زره زیات پوځ ته اړتیا نه لري. د بوش حکومت فکر کاوه چي طالبان دونه ووړ قوت دی چي د هغه په مقابل کي افغانستان تر ۷۰زرو زیات پوځي قوت ته اړتیا نه لري. ایکنبري وروسته وویل چي د بوش حکومت طالبان له منځه تللي ګڼلي ول او فکر یې کاوه چي صرف یو څو تنه یې پاته دي چي هغوی به هم ژر له منځه یووړل سي. رمز فیلډ خو په ۲۰۰۳ کال کي اعلان وکړ چي موږ د مهم جنګ له مرحلي څخه تېر سوي یو او د بیا رغوني مرحلې ته داخلیږو. په افغانستان کي نوره ستونزه نسته او کراره کراري ده. رمز فیلډ د کرزي او خلیل زاد دا استدلال نه مانه چي ویل یې په پاکستان کي یاغیان بیرته د قواوو په تنظیم لګیا دي. ص ۱۴۴
ایکنبری سمدستي د یوه منظم پوځ په جوړولو لګیا سو خو د هغه په مخ کي یوه بله ستونزه هم پرته وه او هغه د دفاع په وزارت کي د اقوامو انډول برابرول وو. د دفاع د وزارت له ۳۳ ریاستونو څخه ۳۰ یې د پنجشیریانو په لاس کي ول. ایکنبري د دفاع پر وزیر قسیم فهیم باندي فشار واچاوه چي د اقوامو انډول ته توجه وکړي. بالاخره د دفاع د وزارت له ۳۳ ریاستونو څخه ۱۹ پنجشیریانو او تاجیکو او باقي پاته ۱۴ ریاستونه پر ټولو اقوامو ووېشل سول. فهیم وروسته د پښتنو ملېشو د استخدام په مخ کي خنډونه واچول او په دې ترتیب داسي یو پوځ منځته راغی چي د اقوامو ترمنځ انډول یې نه درلود. ص ۱۴۵
رمز فیلډ له یوې خوا د افغانستان لپاره د پوځ پر جوړېدلو ټینګار کاوه له بلي خوا یې بودجه نه ورکوله او پر دې خبري یې ټینګارکاوه چي افغانستان باید یوازي دونه پوځي قوه ولري چي د امریکایانو او ناټو د قواوو له وتلو څخه وروسته یې د اعاشې غم وخوړلای سي. د هغه دغه ټینګار د پوځ پر کمیت او کیفیت باندي منفي اغېزه کوله. له بلي خوا په پوځ کي قومی بې انډولی پوځ له لومړی ورځي کمزوری کړی وو. ص ۱۴۷
ایکنبري له یوې ناحیې څخه ډېر خوشاله وو او هغه په افغانانو کي د ملت پرستی روحیه وه. دی وايی له هر چا څخه چي د هویت پوښتنه وکړې هغه په خپله قبیله او توکم افتخار کوي مګر په پای کي ټول ځانونه افغانان بولي. مګر دی وايی ما دا خبره کړې ده چي په قام کي د ملي هویت روحیه خارجي قوه او خارجي صاحب منصبان نه سي تزریقولای. یوازي افغانان کولای سي چي خپلو پوځیانو ته د ملي هویت او ملت پرستی روحیه ورکړي. نو که په پوځ کي د ملی روحیې تقویه کول غواړی نو باید چي د افغانستان ملکي او قبیلوي مشران پوځ خپل وبولي او دا تر ټولو لویه ستونزه وه. ص ۱۴۸
دا هغه ستونزه وه چي په طالبانو کي موجوده نه وه. د هغوی مطلق اکثریت پښتانه وه او ټول د اسلام په نوم د یوه مشر تر قوماندې لاندي وه. ملکازیان لیکي:« سره له هغه چي د طالبانو ادارې ډېري نیمګړتیاوي درلودې خو اداره یې قوي وه. د هغوی تر کنټرول لاندي سیمو کي جنګ او نښتي ډېري محدودي وې. نظم او قانون ټینګ وو. د طالبانو اداره د هغو کسانو په مقابل کي چي وايی افغانان تر هیڅ ډول ادارې لاندي نسي راتلای ډېر ښه جواب دی. خلکو ته دا ثابته سوه چي هغوی په خلو سیمو کي، د جنګ سالارانو په خلاف، د انارشي مخه نیولای سي. خلکو ته په یاد وه چي د طالبانو مشرانو مخکي هم د داخلي جنګ او انارشي مخه نیولې او د بې دفاع خلکو ساتنه یې کړې وه» ص ۸۲
پاته لري
د محترم جهانی صاحب څخه په بخښنی سره؛
تلخیص نه بلکه تخلیص.
د قدرمن جهاني صاحب او محترم غ . حضرت په احازه ما دا دواړه کلمي په فارسي ډیکشنري کې وکتل او لاندې معناوي لري:
تلخیص
/talxis/
________________________________________
مترادف تلخیص: اجمال، اختصار، ایجاز، خلاصه، خلاصه نویسی، خلاصه گویی، کوتاه سازی، مجمل، خلاصه کردن، مختصر کردن
________________________________________
متضاد تلخیص: تطویل، اطناب
________________________________________
برابر پارسی
: کوتاه کردن، ژاوش
تخلیص
فرهنگ فارسی معین
(تَ) [ ع . ] (مص م .) 1 – رها کردن . 2 – خلاصه و مختصر کردن . 3 – خالص کردن .
د کتاب لیکونکي نوم Carter Malkasian دئ.
ياد کتاب د کوم ځای څخه ترلاسه کولای شو.
مننه