یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین د افغانستان ۹۸ ٪ صادراتي محصولاتو ته تعرفه معافوي

چین د افغانستان ۹۸ ٪ صادراتي محصولاتو ته تعرفه معافوي

تاند (جمعه، د اسد ۷ مه) د چین د بهرنیو چا رو وزیر وانګ یي اعلان وکړ چې هیواد به یې د افغانستان په سلو کې ۹۸ محصولاتو ته ګمرکي تعرفه معاف کړي او د دې ترڅنګ به دې غور کوي چې له افغانستان سره په نورو  کومو برخو کې مرسته کولی شي.

د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وانګ دا خبره پرون (پنجشنبې) په تاشکند کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړه.

چین ته د افغانستان په صادراتي محصولاتو کې تر ټولو مهم جلغوزې دي.

وانګ یي له مخدرو موادو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې پکار ده افغانان د کوکنارو پر ځای نور کرنیز محصولات وکري او چین حاضر دی چې په دې برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي.

څرګنده نه ده چې چین له افغان کروندګرو سره څه ډول مرسته کوي. دې هیواد په تیر څه کم یو کال کې، چې طالبان واک ته رسېدلي، په ځلونو له افغانستان سره د مرستو د زیاتولو ژمنې کړي خو عملاً یې ډېر څه نه دي کړي، حتي له زلزله ځپلیو سره د چین مرسته له امریکا او نورو هیوادو نو سره د پرتلې نه ده.

امریکا د ۵۸ میلیون ډالرو ژمنه وکړه خو چین د اووه نیم میلیون ډالرو.

ښاغلي متقي د چین له باندنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د دغه هیواد مننه وکړه چې له افغان زلزله ځپلیو سره یې مرسته وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له وانګ یي سره د امیرخان متقي د کتنې په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «وانګ يي د امنیت د تامین په برخه کې د ا. ا. د حکومت پرمختګونه د پاملرنې وړ وبلل.

ده همداراز د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې د هراړخیزو مرستو او په ځانګړې توګه په سوداګریزو او کرنیزو برخو کې د مرستو یادونه وکړه تر څو د افغانستان کرنیز توکي زیات شي او  اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي. ده همداراز ټینګار وکړ چې د کوکنارو د کښت له بندولو سره چین چمتو دی چې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي. په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب