یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه شپږيزه کرکټ سيالۍ کې د ۴ تنو ټپي کیدل؛ سيالۍ بیرته...

په شپږيزه کرکټ سيالۍ کې د ۴ تنو ټپي کیدل؛ سيالۍ بیرته پیل شوې

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏د افغانستان د کرکټ په مرکزي لوبغالي کې نن مازیګر د شپږيزې کرکټ سياليو پر مهال چاودنه شوې ده.

 د کرکټ بورډ د اجرايه رياست لپاره د طالبانو ټاکل شوي رييس نصیب ځدراڼ ويلي، چې د چاودنې له کبله د سیالیو څلور نندارچيان ټپيان شوي دي.

ځينو عيني شاهدانو د زياتې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

 د طالبانو نامنیتي بنسټونو او وياندويانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

 پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې چاودنه د لوبغالي دننه د ننداره کوونکو په منځ کې شوې ده.

د دغې چاودنې پر مهال د شپږيزې کرکټ سياليو په چوکاټ کې د پامیر زلمي او بندامیر ترمنځ لوبه روانه وه.

د کرکټ بورډ چارواکو له پېښې وروسته د سیالیو د بيرته پيليدو خبر ورکړی.

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه پکې طالبانو څوک پړه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب