یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د درې داعشیانو د وژلو ادعا؛ مجاهد: داعش زيات شوی...

لغمان کې د درې داعشیانو د وژلو ادعا؛ مجاهد: داعش زيات شوی نه دی، بې ځايه کمپاين ورته کيږي

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏د طالبانو چارواکو په داسې مهال د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۳ داعشیانو د وژلو ادعا کړې، چې د دې ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش جنګیالیو د زياتيدو په اړه د روسیې وروستي دریځ ته غبرګون ښودلی.

‏د لغمان د الینګار لپاره د طالبانو ولسوال قاري زاهد الله فاتح وایي چې د دغې ولسوالۍ په کنده ګل سیمه کې یې ځواکونو په غلچکي برید کې درې تنه داعشيان وژلي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر ځايي خلکو رسنيو ته وژل شوي کسان ملکیان او بې ګناه ګڼلي او ویلي، چې طالبانو د شخصي دښمنۍ له امله وژلي دي.

بل لور ته: د طالبانو د واکمنۍ عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ‏په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختيا په اړه د افغانستان په اړه د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرونيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د داعشي پدیدې دزیاتیدو اټکل ناسم او له واقعیت څخه لیرې دی.

د هغه په وينا، دې اړه تشویشونه ایجادول د داعشيانو لپاره کمپاین دی چې باید ونه شي.

نوموړي ويلي:« طالبان او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي.دلته داعش ځپل شوی او د محوه کیدو په حال کې دی.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره د داعشيانو شمېر له ۲ زرو څخه ۶ زرو تنو ته لوړ شوی دی.

2 COMMENTS

  1. د ولسمشر غني او له هغې مخکې د ولسمشر کرزي په وخت کې چې تاسې ته لابي کېده، نو څنګه خوشالېدئ او د افغانستان حکومت ته به مو ((د کابل اداره)) ويله، نو نن که همغوی ستاسې پر وړاندې د داعش لپاره لابي کوي، نو ولې درباندې بده لګيږي.
    ان تر دې چې خليلزاد له يو لورې د سولې خبرې مخته وړلې او د جګړې د کمښت خبرې يې کولې، خو له بل لورې يې د ګاونډي هېواد نظاميانو او استخباراتو ته يې ستاسې لپاره د لا سپارښت او د جګړې د زياتوالي ويل، نو ولې خوشاله وې؟
    اوس چې دې د واک لپاره ستونزې پيدا کيږي، نو خپه کېږې، نو د ولسمشر غني پر وړاندې چې مو د پردۍ جګړه مخته وړله، نو ګويآ يو وخت به هماغه ستاسې ننني و پروني دوستان د تېر په شان بيا هم بله معامله وکړي.

  2. داعش او طالبان د ګډو بادارانو له خوا تغذیه کیږی ددوی تر مینځ هیڅ توپیر نشته دوی د بادارانو په هدایت د افغان ملت تباهی پر مخ بیائی او پنجابی پاکستان ئی علنی ددوی رهبری کوی !

    په هدایت تښتیدلی تربیه شوی تنظیمونه او تربیه شوی دیموکراتان د داعش او طالبانو څخه لږ څه عصری څانګه دی تر څو چی ددی ټولو مضرو مکروبونو څخه افغانستان پاک نشی نو افغانستان کښی دافغان ملت سور اور به لا پسی زیات کیږی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب