Homeخبرونهغزني کې سېلاب ۱۰ ط- ان مړه کړي

غزني کې سېلاب ۱۰ ط- ان مړه کړي

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) ‏‏‏‏په غزني کې د سيلابونو د راوتو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ د طالبانو ۱۰ امنیتي ځواکونه مړه کړي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو رییس مولوي حبيب الله مجاهد ويلي، چې د طالبانو دغه ځواکونه په موټر کې روان وو، چې موټر یې سېلاب ډوب کړ.

د نوموړي په وينا له دې پېښې درې نور طالبان ژغورل شوي دي.

په وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه د ورته طبيعي پېښو او زيانونو خبر ورکړل شوی.

سږنی کال د طبيعي پېښو او زيانونو د زياتوالي له اړخه ېې افغانستان ته يو کمساری کال ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...