Homeخبرونهباميان کې تقلبي واکسيناتوران د بې هوښۍ درملو سره نیول شوي

باميان کې تقلبي واکسيناتوران د بې هوښۍ درملو سره نیول شوي

تاند( شنبه ، د اسد ۸ مه) ‏‏‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په باميان کې ېې د تقلبي واکسيناتورانو يوه ډله د بې هوښۍ درملو سره نیولي.

د یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه کسان په پنجاب ولسوالۍ کې نیول شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

طالبانو د نیول شویو کسانو هويت، ورسره د نیول شویو درملو اندازه او له دغه کار څخه ېې احتمالي هدف نه دی په ډاګه کړی.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، له دغو کسانو څخه د قضيې د نورو خواوو د روښانتيا په هدف پلټنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...