Home+الپرازولم / ژباړه: وړانګه اکبر

الپرازولم / ژباړه: وړانګه اکبر

الپرازولم (Alprazolam) د اندېښنې ضد درمل دي چې په بازار کې د زَنَکس xanax په نوم خرڅېږي.دغه درمل د benzodiazepines په نوم د درملو له ډلې څخه دی.
الپرازولم د اندېښنې په درملنه کې کارول کېږي، همدارنګه د وېرې ،تروروالي او خفګان په درملنه کې هم ورڅخه کار اخیستل کېږي.
د الپرازولم د کړنې مېخانیکیت: د نوموړو درملو د کړنې مېخانیکیت په څرګند ډول نه دی معلوم خو ټول benzodiazepines چې الپرازولم هم د همدوی له ډلې دی په دماغو کې له یو ډول آخذو سره چې Gama amino butyric acid په نوم دي یو ځای کېږي او د همدې آخذې په منځګړیتوب د نیوروټرانزمشن (د خبر یاسیالې لېږد د یو نیورون څخه بل نیورون ته کوم چې دا دواړه د ساینپس په واسطه سره یوځای شوي دي.)نهې کېدل زیاتېږي. په دې سره به د یو نیورون څخه بل نیورون ته سیاله و نه لېږدول شي او چې سیاله یا خبر ونه لېږدول شي کس د چاپېریال د پېښو په وړاندې کوم غبرګون نه ښکاره کوي او خوبوړی حالت رامنځته کېږي.چې همدا د الپرازولم تر ټول غوره اغېزمنتیا ده.
الپرازولم په ځیګر کې مېټابولایز(د درملو په کوچنیو ټوټو ویشل ترڅو ښه په مصرف ورسېږي او په اسانۍ سره اطراح شي.) کېږي او د اغېرو څرګندولو ته چمتو کېږي، اواطراح یې د پښتورګو په واسطه صورت نیسي.
د الپرازولم د کارولو لارې چارې:
دغه درمل کېدای شي چې یو ټابلیټ له اوبو یا پرته له اوبو د خولې له لارې واخیستل شي پرته له دې چې وژوول شي، یا میده شي او یا یې په ټوټو ټوټو وویشو.درمل له کمې اندازې څخه پیل کېږي او د زینو د پاټکو په څېر یې په دوز کې زیاتوالی رامنځته کېږي.
اندازه: نوموړي درمل ځوانانو ته په هغه صورت کې چې د اندېښنې ناانډولي ولري له ۰.۲۵ څخه نیولي تر۰،۵ ملي ګرامه  د ورځې درې ځلې ورکول کېږي.اعظمي او ترټولو ډېره اندازه یې ۴ ملي ګرامه ده.
خو په هغه صورت کې چې یو ځوان د وېرې او اضطراب ناانډولي ولري په ورځ کې درې ځلې ۰،۵ ملي ګرامه الپرازولم ورکول کېږي او تر ټولو زیاته اندازه ېې ۱۰ ملي ګرامه دی.که د ورځې په اوږدو کې مو د درملو د کارولو یو ډوز هیر کړ، نو هیر شوی دوز پرځای پرېږدئ او په راتلونکي دوز کې یوازې د هماغه دوز درمل واخلئ نه د هیر شوي دوز سره یو ځای.که درمل له خپل اندازې څخه زیات وکارول شي، ساه اخیستل به ټکنی شي.
هغه درمل چې باید د الپرازولم سره یو ځای ونه کارول شي:
ټول هغه درمل چې د ساه په اخیستلو کې ستونزې رامنځته کوي او د ساه اخیستلو د وروسته والي سبب ګرځي  یا د خوب راوړونکي درمل باید د الپرازولم سره یو ځای و نه کارول شي ، دبېلګې په ډول opioid درمل چې پکې د هایډروکوډون او کوډین کارول د الپرازولم سره منع دي.
همدارنګه هغه کسان چې الکول کاروي هم الپرازولم نه شي کارولای.
اړخیزې اغېرې:
خوبوړی حالت، خفګان ، سردرد، دستړیا احساس، دخولې وچوالی،اوپه یادښت کې ستونزې رامنځته کېدل د نوموړو درملو تر ټولو دودېزې اړخیزې اغېزې دي. د درملو په واسطه ستړیا او ارام راوړونکی حالت شونې ده چې یوازې دیو څو ورځو په اوږدو کې پرمختګ وکړي. کله چې الپرازولم کارول کېږي د درملو د دوز پوره کېدو ته نږدې باید په ځنډني ډول سره د درملو کارول ودرول شي، که چېرې درمل ناڅاپه ودرول شي د نښو د بیا را ستنېدو لامل ګرځي.که الپرازولم د ټاکل شوې کچې څخه زیات وکارول شي په کس کې د کوما او مړینې د رامنځته کېدو سبب کېږي.
هغه حالات چې الپرازولم پکې باید په احتیاط سره وکاروو:
الپرازولم باید په ماشومانو اوهغو کسانو کې په احتیاط سره وکارول شي کوم چې د الکولو په کارولو روږدي دي. د دې درملو په کارولو کې ځانګړې پاملرنه باید بلاربو(حامله) مېرمنو او په عمر تېر خلکو ته وشي.هغه کسان چې پرته له اندېښنې او خفګان څخه نورې ناروغۍ ولري پرته د ډاکټر له مشورې باید چې الپرازولم ونه کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...