یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسپین بولدک کې بیا د ط-انو او پاکستانيانو د نښتې خبر ورکړل...

سپین بولدک کې بیا د ط-انو او پاکستانيانو د نښتې خبر ورکړل شوی

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏‏ له کندهار څخه راپورونه وايي، چې پرون بیا د طالبانو د سرحدي ساتونکو او پاکستاني لوري تر منځ په سپين بولدک سیمه کې وسله واله نښته شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، یاده نښته تر هغې وروسته شوې، چې پاکستاني لوري د سېلابونو مخ افغانستان ته غوښتل واړوي او طالبانو ېې ممانعت وکړ.

ویل شوي، چې د نښتې پر وخت یو ملکي وګړی ټپي شوی او نښته د خبرو له لارې پای ته رسیدلې ده.

د طالبانو او پاکستان لوري یوه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاکستان د طالبانو له واکمنيدو وروسته تر بل هر وخت ډېر د افغانستان ځمکني تماميت ته په سپکه کتلي او حتا د هوايي بمبارۍ پر مهال یې څو ځله لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبانو تر ډېره د دغه هېواد له تېريو د خلکو د پام اړولو هڅه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. بلکل همداسی ده هرکله چی زموږ هیواد کی پاکستان ضد احساسات په طغیان راشي داسی خبرونه خپور شي . کله تورخم سپین ېا بولدک کې پاکستانی امنیتی ځواکونو سره د طالبانود نښتې خبرخپور ښي د دی تبلیغاتو هدف یوازی زموږ هیواد کی د پاکستانی ضد احساسات راښکته کول دي ، پدی ورځو کی د واخان پيښی مقابل کی افغانانو بی ساری عکس العمل ښکاره کړ نو طالبانو داسی یو جعلی خبر ته اړتیا درلود، هلته ځائي خلکو رسنیو ته ویلي چه هیڅ کومه پیښه اواخ او ډب د طالبانو او پاکستانی ځواکونو تر منځ نده ښوی.
    پاکستانی آی اس آی په داسی چلوټو او دوکو اوږده تجربه لري چی کوم وخت څرنګه خبرونه خپور کړي، د جمهوریت دوری کی هرکله به چی د امریکی کوم لوړ پوړۍ دی سیمی ته سفر وکړ، پاکستان به د ترښګرو او افغان دولت مخالفینوظاهرا پر ضد یونمایشي اقدام وکړ، امریکائی لوړ پوړی چارواکی چی به بیرته ولاړه بیا به هیڅ کومه خبره نه و ، پاکستانی چارواکی په داسی کړووړو له خپل استاد یعنی انګریزانو نه ډیر مخکی دي .

  2. ټالبانو تاسو د هغو افغانانو سترګو ته خاورې اچوئ چې تقریبا نیمه پیړۍ یې د نړۍ سیاستونه مشاهده کړي او د نړیوالو په هر حرکت پوهیږي خصوصا پاکستان. تاسو لا تر اوسه په سیاست کې ماشومان یی او فکر کوئ چې پدې ناندرو به خلک تیرباسئ او د خلکو ملاتړ به ترلاسه کړئ خو حتی ماشومان هم پدې پوهیږي چې ستاسو امیرالمومنین پاکستانی سفیر دی او ستاسو په نمایندګۍ د بهرنیانو سره ملاقاتونه کوي، ملک کې مو پنجابي ملایان، ژورنالسان او د ای اس ای افسران بې ویزو ازاد ګرځي او ستا مریض او اړ افغان ته په ډالرو هم ویزه په اسانه نه ورکوي. تاریخ دا هر څه لیکي خو د اسلامیت او افغانیت نه د خلکو زړه مه توروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب