یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد متقي او ټام ويسټ مذاکرات؛ د ۳،۵ ميليارده کنګل شوې پانګې...

د متقي او ټام ويسټ مذاکرات؛ د ۳،۵ ميليارده کنګل شوې پانګې په خلاصون خبرې وشوې

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏‏امريکايي چارواکو تاييد کړه، چې یوه لوړپوړي پلاوي ېې د طالبانو پلاوي سره د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د یوې برخې د خلاصون په اړه مذاکرات کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مذاکرات د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې شوي.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو له استازو سره په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي توماس ويسټ او د خزانې وزارت مرستیال براين نيلسن حضور درلود.

ټایمز مجلې راپور ورکړی چې په دې خبرو کې د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو پر خلاصون تمرکز شوی.

د امريکا ولسمشر جوبايډن شاوخوا شپږ مياشتې مخکې ويلي و، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د اوو ميلياردو ډالرو کنګل شويو شتمنيو نيمايي بايد په امريکا کې د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي

طالبانو او د افغانستان ډېرو خلکو د بایډن له دغه پلان سره توند مخالفت څرګند کړی و.

اوس یو شمېر افغانان د امریکا له لوري د بشري مرستو په نوم درېیم لوري ته د یادو پيسو د درې نیم میلیارده ډالرو د سپارلو مخالف دي او فکر کوي، چې د ډالرو له کمښت او اقتصادي سقوط سره مخامخ پاکستان به ياد شوي ډالر ژر له تور بازار څخه په کلدارو وپیري او افغان اقتصاد ته به لوی زيان واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب