یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ملي بیرغ ورځ؛ د ط- ابانو مخالفت سره بیا...

د افغانستان د ملي بیرغ ورځ؛ د ط- ابانو مخالفت سره بیا هم سلګونه زره افغانانو ونمانځله

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په ټولنیزو رسنیو کې سلګونه زره افغانانو د دغه بیرغ ورځ نمانځلې او ورته یې درناوی ښودلی.

د زمري اوومه څو کاله مخکې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ملي بیرغ د ورځې په نوم اعلان او د رسمي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د هغه په مشرۍ د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، طالبانو خپل سپین بیرغ د یاد شوي بیرغ ځای ناستی ټاکلی.

طالبانو په لومړیو کې ویل، چې ملي بیرغ ته درناوی لري او په اړه به ېې وروسته مشوره او پریکړه وشي، خو د دوی د نورو ډېرو ژمنو په شان دا هم د منتقدینو له لوري غولونکې ګڼل شوې.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، تېر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د کليزې په ورځ ( د زمري ۲۸مه) په مختلفو ولايتونو کې سلګونه ځوانان له درې رنګه ملي بیرغونو سره ښارونو ته ووتل او په ځینو سیمو کې ېې ملي بیرغونه ولګول، چې د طالبانو جنګياليو ډزې او تاوتریخوالی ورسره وکړ او يو شمېر ځوانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو مخالفو ځوانانو، چې اکثره یې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت دي او د بیان ازادي لري، طالبانو ته ګواښ کړی چې د حساب ورځ به راځي او دوی به د ملي بیرغ تر څنګ د ډېرو نورو ملي ارزښتونو د سپکاوي حساب کوي.

په هېواد کې مېشتو ډېرو خلکو بیا په مختلفو بڼو له ملي بیرغ سره خپله مینه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې افغانستان بیرته د ملي نظام او خپل تاریخي بیرغ څښتن شي.

8 COMMENTS

  1. دری رنکه ملی بیرغ د افغانستان بیرغ دی
    هو د هیرا منډۍ نوکران او بوړاګان يی نشی زغملې
    Abdulwahid Majeid Wardak هغه د وردګ قیصه خو به دی یاده وی چی مه کړه چی دا څه کړی او کار يی ور خراب کړی و
    د هیرا منډۍ مړوسیان او بوړاګان به درسره هغه کار وکړی او بیا به پوه شی او چغی وهی چی دری رنګه بیرغ رښتیا جی ملی بیرغ دی خو کار به يی درله بیا خراب کړی وی

  2. زه فکړ کوم که چيرته افغان اووردګ يي نو نوم د بايد غلت نه وای ليکلي Wardak نه بلکي Wardag
    که چيرته بيا وردګ يي نو تر د د فخراو عزت بيرغ لاندي خو ستا پلار اونيکه په فخر ژون کړي.

  3. زه وايم دمنافقت او، دوطن پلورلود کلمو لغوې معنى دې دسره وشي چې څرګنده شي چې دچادمنافقت او، وطن پلورنې تله درنه خيژې

  4. محترم وردګ صاحب کولای سوای خپل نظر په بله نرمه او مناسبه توګه بیان کړی او د ګرانو لوستونکو او وردګ شریف قوم احساسات ئې نه وای زخمی کړی.
    امّا بیرغ:
    بیرغ د یوې سیاسی جغرافیا د تذکرې حیثیت لری او د بیرغ سره مینه د یو هیواد د وګړی وګړی د ملی او وطنی او عقیدتی احساساتو د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری ( خپل د هیواد بیرغ ته د سیاسی یا تاریخی یا حماسی یا اقتصادی یا نظامی او کلتوری او فرهنګی تفوق او حتی ورزشی او دینی انګیزو او بریالیتوبونو د ویاړ له زاوئې څخه ګوری ).
    په امریکا غوندی هیواد کی د نړۍ تر هر بل هیواد د بیرغ رپېدَنه ډیره تر سترګو کیږی.
    د سعودی بیرغ که څه هم پر دینی انګیزه بِناء یو بیرغ دئ خو اکثره سعودیان فقط د ملی سمبول په سترګه ور ته ګوری او حتی د بیرغ د رنګ او نښان حقانیت ته عقیده هم نلری.
    د اکثرو سکولر اروپائی هیوادونو د بیرغ په نښان کی هم ښکاره او پټی مذهبی نښی ثبت دی.
    د افغانستان د سلو وروستیو کلونو په اوږدو کی کاروَل سوی بیرغ یا بیرغونه د ” سلیقوی او حزبی او سیاسی ” غوماشو د چیچلو له امله څو ځله د کُلورا او حتی کرونا په تبه اخته سویدئ او د کوما حال ته رسېدلئ دئ.
    د طالبی رژیم مخکی بیرغ د وولس د عمومی اِقبال او خوښی وړ بیرغ ؤ ( که څه هم ښائسته بیرغ ؤ خو هغه بیچاره هم د قومی او تباری ناندریو قربانی ؤ او د رپېدو پر ځای د رېږدېدو په حالت کی ؤ ).
    زه خپله د ملی بیرغ پرستش نکوم او شوق ئې هم نلرم خو اولادونه می سره لدې چی ” انا ” ئې بله ده ( زما په وطن کی نه دی زېږېدلی ) خو د درې رنګه افغانی بیرغ سره مینه لری او هر یوه پخپله خونه کی ځړولئ دئ او دا مینه نه ما ور تزریق کړېده او نه می دا پوښتنه ترې کړېده چی دا مینه ئې له کومه پیدا کړېده.
    بله خبره دا ده چی طالب د ګوزی زوی دا حق نلری چی د ملی درې رنګه بیرغ سره ئې بې باکی وکړه او یا ئې ځوانان وځورول یا ئې ځوروی.
    زه خپله یو بدبین او د ” توطئې تئوری ” ته سخت معتقد انسان یم، بېره لرم چی سبا به د طالب بادارانو طالب یو ځل بیا له صحنې ایستلئ وی او ځوان او خښمېدلئ نسل به د طالب او د طالب د بیرغ سره د دښمنۍ په انګېزه دېته هڅول سوئ وی چی سپینه کلمۀ طیّبه څیری یا وسوځی چی دا به اسلامی ارزښتونو ته سخت سپکاوی وی چی البته ددې جرم ګناه به هم د طالب پر غاړه وی، د بده مرغه طالب هم دا جرم تر سره کړئ دئ او درې رنګه بیرغ ( چی په تسمیه او کلمه شریفه هم مزيّن دئ ) سوځلئ یا څیرلئ دئ.
    څه در ته ووایم طالب جانه؟
    پوره باور او عقیده لرم چی تاسی اکثره طالبان د خپل بیرغ د کلمې حقانیت ته هیڅ عقیده نلرئ او که مو درلودای نو معاویه او زبیر غوندی به دومره د قدرت او ثروت لېونیان نه وای.

  5. بیرغ د یوه هېواد ملي سمبول دی چې د هغه تر سیورې لاندې د هغه هېواد ټول وګړي ځانونه هوسا ، متحد ، خپلواک او آزاد احساسوي . کوم وګړي چې په یوه هېواد کې اوسیږي ، هغوي ځانونه د هغه هېواد اتباع ګڼي . مثلا په افغانستان کې له 30 لوی او واړه قومونه شته ، خو دوی ټول د قوانینو په اساس افغانان او د حقوقو او وجایبو پربنا سره برابر دي .
    بیرغ د هېواد د یوې قانونې مرجع له خوا لکه لویه جرګه ، پارلمان او یا دولتي قانوني شورا له خوا تصویب او احترام یې پرټولو اتباعو لازم دی. بیرغ خپل قانون لري چې په کومو ځایونو کې نصب شي . معمولا بیرغ پر دولتي ادارو، عسکري قرارګاوو ، له هېواده دباندې د سپورتي ټیمونوپه مسابقو او له هېواده د باندې پر سفارتونو او سیاسۍ ، قونسلي نمایندګیو نصب او رپیږي .
    د افغانستان درې رنګه تور ، سور او زرغون بیرغ له نژدې سلو کلونو را پدې خوا د هیواد د ملي یوالي سمبول دی ، البته کله کله یې پرځای نور بیرغونه هم راغلي دي ، خو د ولس له خوا ندي قبول شوي او ژر یې ځای ملي بیرغ نیولی دی .
    وروستی درې رنګه ملي بیرغ چې نژدې شل کاله پخوا د افغانستان د لویې جرګې له خوا تصویب شو، له درې رنګه پارچې ترڅنګ ملي سمبول یا نشان هم لري چې د غنمو وږي ، 1298 کال یا د افغانستان د خپلواکي سنه، محراب او منبر او د اسلام د مقدس دین طیبه کلمه او الله اکبر هم پکې لیکل شويدي .
    ویل کیږي تور بیرغ د اسلام د لومړیو وختونو بیرغ وو چې تر امویانو پورې په ټوله اسلامي نړۍ د برم او عظمت نشان وو او په وروستیو کې تر احمدشاه بابا او د امیر امان الله خان تر لومړیو پورې زمونږ د هېواد بیرغ هم تور رنګ درلود.
    زرغون بیرغ د عباسیانو د دورې چې په اسلامي تاریخ کې یوه ځلانده دوره تېره شوېده او له بلې خوا د افغانانو اکثریت په کرنې او مالدارې بوخت دی ، یعنې راتلونکې ته د ژوند او امید هیلې تمثیلوي .
    سور بیرغ د عثماني امپراتوری بیرغ وو چې دوی د اسلام مبارک دین په خپرولوکې زیاتې قرباني ورکړي او ټوله اسلامي نړۍ له ایران او افغانستان پرته د دوی تر کنترول لاندې وه ، او همدا راز افغانانو له خارجي اشغالګرانو سره د خپل وطن د ساتنې او دفاع په لار کې خپلې سرې وینې قربان کړيدي ، یعنې زمونږ د شهیدانو د وینو د رنګ سمبول دی . پدې اساس د افغانستان درې رنګه بیرغ د هېواد تاریخ او ملي ویاړدی.

    په سمبول یا نشان کې د غنمو وږي د احمد شاه بابا د وخت د لويې جرګې او د صابر شاه کابلي له خوا د غنمو وږي دي چې د ملي مشر پر پګړۍ کې ټومبل شویدي . یعنې د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي او تاریخ بیانوونکی دی.
    محراب او منبر چې افغانان نژدې ټول اکثریت مسلمانان دي . زمونږ پلرونو، نیکونو او غور نیکونو د همدې بیرغ تر سیوري لاندې عسکري خدمت کړی او وطن یې ساتلی دی. باید د هغوی په احترام خپل ویاړلي بیرغ پرخپل ځای وساتو.
    پاته د نه وي چې هر راجستر شوي ګوند ، تنظیم او تحریک یو ځانګړی بیرغ درلودلی شي . مثلا جهادي تنظیمونو مختلف بیرغونه درلودل او یا د طالبانو سپین بیرغ چې یواځې د دوی په تحریک پورې اړه لري . دوی هم کولای شي د ملي بیرغ ترڅنګ هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې وځړوي. خو دوی د واک انحصار او د نورو نفی کول بیا ورو ورو د هېواد د ولسونو حساسیت را پاروي .
    البته په سپین بیرغ څوک نه مسلمانیږي ، که داسې وای ، نو د اسرائیلو او جاپانیانو بیرغونه هم سپین دي . مونږ د هغوی د بیرغ د رنګ له مشابهته نه یهودیان اونه شینتو بودایان ګرځو او نه دوی د اسلام پردین را اوړي.
    زمونږ د مغرض او بدخواه ګاونډي د بیرغ یوه برخه په هغه هېواد کې د یهودانو او مسیحیانو د موجودیت په اساس سپینه ده .
    بنا سپین بیرغ د اسلام سمبول نشي ګرځېدلی .
    د افغانستان په درې رنګه ملي بیرغ کې هېڅ کوم کمبود او قصور نشته . که چا د دې بیرغ تر سیوري لاندې ظلم کړی ، هغه د اشخاصو او یا د وخت د حاکمانو او خارجیانو د موجودیت مسوولیت دی ، نه د بیرغ. همدارنګه د سپین بیرغ درلودونکي د سولې او عدالت مدعیان نشي ګرځېدلی . ځکه دوی هم تر دې بیرغ لاندې ډېر بې حسابه ظلم او وحشت کړیدی.
    ښه به دا وي چې یو بل تحمل کړو او ملي ارزښتونو ته درناوی ولرو او په سوله کې د خپل پلرني هېواد تر درې رنګه ملي بیرغ لاندې آرام او په سوله کې ګډ ژوند وکړو.

    شاهین افغان

  6. موږ لمړی منحیث مسلمان مکلفیت لرو ، او بیا لیکونکی انسان په ټوله نړی کی څه مشترک اداب
    لری ،چې باید په اجتماعی صفحاتو کی حتما مراعات شی، چې ځینی یی دا دی
    ـ خلکو ته ښه خبره وکړی۰
    ـ معلم اوسه یا متعلم ؛ یعنی یا زده کړه یا بلل ته یی ورزده کړه او دریم مه اوسه۰
    ـ دا صفحات د جفن ،توهین او تحقیر لپاره قطعاََ ندی۰
    ـ هغه چې وایی؛ اګر بینی که نا بینا و چاه است ،و اګر خاموش بنشینی ګناه است۰
    ـ دلته موږ د دعوت ژبه او مهارت باید ولرو۰
    ـ هغه چې وایی؛ پسته ای بی مغز چو دهن وا کند ، رسوا شود،نو نباید ځان لویدلی او ټیټ معرفی کړو ۰
    ـ دلته موږ باید تنویر اذهان ، دعوت الی الخیر ،اصلاح ،ملت او امت جوړونی ته باید پام وکړو، چې دا
    له ځان او کورنی څخه پیل کیږی۰
    ـ دمنافقت له نښو نه چې؛ دروغ ویل،امانت کی خیانت،وعده خلافی او ښکنځل کول دی، شدیداََ
    اجتناب پکار دی۰
    خلاصه دا چې ؛ لکه چې استادان وایی؛ ملا شدن اسان است ، ولی ادم شدن مشکل است ، چې ډیره اهمه خبره همدا ده، نو یوازی تعلیم معیار د کمال ندی ،یواځی دکتورا یا شیخ الحدیث یا شیخ القران کیدل ،کمال او پوخوالی نشی ثابتولی ،بلکی سالم تربیت او سالم فهم هغه نعمتونه دی چې
    ځان ،کورنی،ټولنه،ملت او امت ورباندی جوړیدی شی۰
    دمحترمو وروڼو شاهین صاحب او غ ۰ حضرت صاحب علمی لیکنی او تحلیلونه له کلونو راهیسی
    لولم او د ښه علمیت او سالم فهم څرګندونه کوی ،الله رب العزت دِ داعیان الی الحق زیات کړی ، تر
    څو سبب د نجات د ملت ،امت او بشریت وګرځی،موږ ټولو ته خیر او عزت غواړو ۰

  7. سلام،
    دکلام عفت او دښه سلوک دمراتبو او اهمیت په خاطر سوره بقره« ۸۳ » کې الله ج داسې فرمایی:
    «وانا اخذنا میثق بنی اسرآئیل( لا تعبدو) دلا پېژندنه …. الا الله (و)بالولدین احسانا وذالقربی والیتمی والمسکین وقولوا للناس حسنا واقیمو الصلوة واتوالزکوة (ثم )تولیتم الا قلیلا منکم وانتم (معرضون). او همدارنګه په سوره النساء ۸ /۳۶،الانفال۴۱،النحل ۹۰ ،بنی اسرآئیل۲۶ الروم طور اوحشر کې دانسانو بشپړ تهذیب او اخلاق اړیکی او مراتب په کلام الله کې څرګند دی. که ددغه مطلب دکلیماتو دفاعل او مفعول ،مرفوع اوجاراومجرور په سطح تجزیه او ترکیب باندې بحث وشی دلته دبحث ښکلې برخې دی خو په هر حال ښه سلوک!
    ملت،امت اوبشریت دریواړه په ت حرف یا تورې باندې پای ته رسیدلی دی چې دکتور همت ورته اشاره کړې ده داهم دښه سلوک ، اړیکو او اخلاقو ګزینې ته اړه لری او زموږ مسولیت دی . دسوسیالوژی دعلم او پوهاوی له نظره دغه سلوک له کوره :والدین(=) توګه نه والد ، ځپلوانو ،یتیمانو او له مساکینو پیل کیږی چې ډېر لوی بحث دی .بنی آدم اعضای یکدیګرند………..
    عمر بن عبدالعزیز وای:
    کله چی ته په کوم کمزوری لاس اوچت کړې له یاده مه باسه چی ستا قاهر «رب» ج له تا نه زیات طاقت لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب