تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) پنځه وېشت افغان محصلین د هندوستان له (IMA) پوځي مرکز فارغ شول.
د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې فارغو شویو محصلینو د ۱۸ میاشتو په موده کې مسلکي او پوځي زده کړې بشپړې کړې او پرون بېرته هېواد ته راستانه شول.
د طالبانو يو شمېر چارواکو د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې له دغو محصلينو هرکلی کړی دی.
طالبانو مخکې څو ځلې په بهر کې پوځي او امنیتي زده کړو پسې ورغلي افغانان هېواد ته بللي او د دندو ژمنه یې ورسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د هېواد له مختلفو سيمو د جمهوري نظام له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د طالبانو د ناوړه چلند او ان د دوی د وژنو او نیونو خبرونه ورکول کېږي.