پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي، په کندهار کې یې د امریکا یوه الوتکه راغورځولې ده

طالبان وایي، په کندهار کې یې د امریکا یوه الوتکه راغورځولې ده

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) وروسته له هغه چې امریکايي چارواکو په کندهار هوايي ډګر کې د خپلې یوې الوتکې د بيړنۍ ناستې خبر ورکړ، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې الوتکې د غورځولو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د امریکایي ځواکونو یوې الوتکې نن سهار د کندهار په هوایي ډګر کې بيړنۍ ناسته کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند سني لګټ د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه C-17 ګلوب ماسټر  الوتکه د کندهار په هوایي ډ‌ګر کې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د لګېټ په وینا دې الوتکې د دښمن د تحرکاتو له امله ناسته نه ده کړې او نه هم پکې کوم چاته زیان اوښتی دی، خو په وینا یې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د ایران تسنیم خبري اژانس چې د ایران د حکومت په پلوۍ د طالبانو ملاتړ کوي، لیکي، د تېر کال د دلوې په میاشت کې هم د امریکا د هوایي ځواک یوه اي – ۱۱ ای بم غورځوونکې الوتکه د اطلاعاتي عملیاتو د تر سره کولو پر وخت راولوېدله، او راپورونه وایي چې په کې ناست ټول کسان د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای) غړي وو چې ځای پرځای ووژل شول.‌

تسنیم لیکي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې الوتکې د غورځولو مسؤلیت پر غاړه واخیست خو امریکایي مقاماتو اعلان وکړ چې الوتکه یې د دښمن ډزو نه ده ویشتلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب